کابل کې پر نشه‌يي توکو روږدې مېرمنې: اقتصادي ستونزو پر نشې اخته کړې یوو

په کابل کې پر نشه‌يي توکو یوشمېر روږدې مېرمنې وايي چې نشې یې ژوند ور تريخ کړی دی. راحله (مستعار نوم) چې ۲۹ کاله عمر لري، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې له خپلو درېوو ماشومانو سره د کابل ښار د روږدو مېرمنو او ماشومانو د درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې بستر ده. هغه وايي، دا یې دويم ځل دی چې نشې ته مخه کوي. د نوموړې په وینا، خاوند یې چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، دا اړ کړې چې نشه‌يي توکي وکاروي.

عدلیې وزارت یوه کال کې ۴۷ قانونه د توشېح لپاره د ا.ا مشر ته لېږلي

د عدلیې وزارت مسوولانو د یکشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې وویل چې په تېر لمریز کال کې یې د قوانینو، اصول‌نامو، فرمانونو، حکمونو، مقرراتو، اساسنامو او لایحو په ګډون، ۱۰۱ تقنیني سندونه ارزولي دي.
د دغه وزارت د مسلکي چارو مرستیال عبدالکریم حیدر وویل، دغه وزارت تېر کال ۴۷ قانونه وروستي کړي او د توشېح لپاره یې د ا.ا مشر ته لېږلي چې په وینا یې، پنځه هغه یې توشېح شوي دي.

بنګله‌دېش کې اعتراض‌کوونکي د لومړۍ وزیرې د استعفا غوښتنه کوي

په بنګله‌دېش کې د دولت ضد لاریونونو او اعتراضونو په نویو څپو کې شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

پوليسو د هغو لسګونو زرو لاريون‌کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او لاسي بمونه يې پرې غورځولي چې د لومړي وزيرې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه يې کوله.

غزه کې پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۵ کسان وژل شوي

د فلسطین اسلامي غورځنګ «حماس» وايي، غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه، اګسټ څلورمه راپور ورکړی چې دغه ښوونځي کې له جکړې بې‌ځایه شوي مېشت وو.

پنجشېر کې څاروي‌لرونکي: د لبنیاتو پلور لپاره دې راته بازار جوړ شي

پنجشېر یو‌شمېر څاروي‌لرونکي وايي چې د لبنیاتو پلور لپاره بازار نه‌‌لري او دې چارې له خپل کاروبار ستړي کړې دي.

د پنجشېر د درې ولسوالي اوسېدونکی خال‌‌مراد ابراهیمي وايي، د لبنیاتو پلور له امله یې، عواید کم دي او نه‌شي کولی چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې برابرې کړي.

سریلانکا نن له هند سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د سریلانکا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لړ کې نن یکشنبه، اګسټ څلورمه دواړه لوبډلې د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیل شي.

پکتيا کې سږکال د غنمو حاصلات ۱۹ سلنه زيات شوي

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالداری رياست مسوولان وايي چې سږکال په دې ولايت کې د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د مسوولانو په وینا، سږکال دغه ولایت کې ۲۷زره او پنځه سوه هکتاره للمي او ابي‌ځمکه باندې غنم کرل شوي وو چې تېرکال ته په پرتله ۱۹سلنه زياتوالی ښيي. د هغه په وينا، روان کال د موسسو په مرسته په ډېری سيمو کې اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي چې ښه پایله یې ورکړې.