مطالعې ته د لېوالتیا کمښت؛ یو‌شمېر ځوانان: کتاب‌لوستلو ته انګېزه نه‌لرو

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچې ارزونې او مطالعې ته د انګیزې کمښت لاملونو موندلو په موخه له ۶۸ زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو سره مرکې کړي چې پرمهال یې، موندل شوې، ډېری دغه ځوانان مطالعې سره لېوالتیا نه‌لري. د تخار اوسېدونکی حسیب‌الله چې زده‌کړیال دی، وايي، د پخوا په پرتله یې، مطالعې ته انګېزه کمه شوې او اوس ډېره کمه مطالعه کوي.

د دشت‌قلعه اوسېدونکي د ای‌خانم چینې له خرابېدو اندېښمن دي

د تخار د «دشت‌قلعه» ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د «ای‌خانم» چینې ویجاړېدو څخه اندېښنه ښيي او له اړوند مسوولانو او ادارو غواړي چې دغه چینه او شاوخوا دیوالونه یې، بېرته ورغوي.

د دشت‌قلعه ولسوالي اوسېدونکي اسدالله سلام‌‌وطندار ته وویل چې سرپرست حکومت باید دې چینې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

سومالیا کې د الشباب برید؛ شاوخوا ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان دي

د سومالیا د پلازمېنې موګادېشو په یوه مشهوره ساحیلي سیمه کې د ځانمرګي او وسله‌والو برید پرمهال لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ګڼ‌نور ټپیان دي.

الشباب چې له القاعده سره تړلې وسله‌واله ډله شمېرل کېږي د جمعې ورځې ناوخته د یوې راډیو له لارې د «لیدو ساحل» کې د شوي برید مسوولیت منلی دی.

اسراییلو لوېدیځه غاړه کې د حماس د یوه قومندان په ګډون پنځه کسان وژلي

په لوېدیځه غاړه کې پر یوه موټر د اسراییلو هوايي برید کې د حماس د قومندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

برید نن شنبه، اګسټ درېیمه شوی دی. وفا خبري اژانس د روغتیايي چارواکو له قوله ویلي چې تراوسه د نورو وژل شویو کسانو هویت نه‌دی په ډګه شوی.

امریکا منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ او جېټ‌الوتکې استوي

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» وايي چې منځني‌ختیځ ته اضافي جنګي بېړۍ او جېټ‌‌الوتکې استوي. یاد وزارت دغه څرګندونې پرون کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت لوېډ اسټن منځني‌ختیځ او اروپا ته د اوبتل، جنګي بېړیو او الوتکو د لېږد، اجازه ورکړې. دغه جنګي بېړۍ د بالسټیک توغندیو شنډولو وړتیا لري.