ترکیې د هنیه اړوند پوسټونو سانسور له امله پر انسټاګرام بندیز ولګاوه

د ترکیې د ارتباطاتو ملي اداره وايي چې د انسټاګرام له‌خوا د هنیه اړوند منځ‌پانګې د سانسور له امله یې دغه هېواد کې انسټاګرام بند کړی دی.

ترکیې وروسته له هغې انسټاګرام ته لاسرسی محدود کړ چې یوه دولتي چارواکي د حماس اړوند منځ‌پانګې د سانسور له امله یې پر دې ټولنیزې شبکې نیوکه وکړه.

د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره یو ځل بیا د باروړونکو موټر پرمخ تړل شوې چې له امله یې، دواړو لوریو ته سلګونه موټر ایسار دي.

پاکستاني او د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي وايي، د باروړونکو موټروچلوونکو د اړینو اسنادو د نه‌لرلو له امله له کرښې د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې. له دې وړاندې هم د تورخم دروازه په وار وار تړل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او ځینې وخت د هوکړو له مخې، بېرته پرانېستل شوې ده.

بامیان کې ټرافیکي پېښې پرمهال پنځه کسان مړه شوي

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوې دي.

پېښه نن جمعه، زمري ۱۲مه له غرمې مخکې د یاد ولایت د شبیر ولسوالي په پای‌موري سیمه کې رامنځته شوې. پېښه کې یوه کرولا ډوله موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی. په مړو شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.

پاکستان کې وسله‌والو غلو شپږ پولیس وژلي

پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په پنجاب او سیند کې د دوو جلا پېښو پرمهال وسله‌والو شپږ پولیس وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه کې وسله‌والو غلو درې پولیس هغه مهال وژلي چې د دندې پر لور روان وو.

اسپانیا له ترکیې «هورجت» جنګي الوتکې اخلي

د اسپانیا هوايي ځواک اعلان کړی چې له ترکیې به د «هورجت» په نوم ۲۴ نوې پرمختللې جېت‌الوتکې وپېري.

له ترکیې د نویو الوتکو پېر، د اسپانیا هوايي ځواکونو د پیاوړي کولو او د الوتکو نوي کولو لپاره یوه هڅه بلل کېږي. اسپانیا له ۲۰۲۳کال راهیسې د دغه هېواد تولید اف‌-۵ جېټ الوتکو پر ځای، د نوي نسل جټ الوتکو د پېرل په لټه کې ده.