د هوا ګرمښت؛ د انتاني روغتون ډاکټران: د ورځې ۳۰۰ ناروغان مراجعه کوي

د کابل د انتاني روغتون ډاکټران وايي، د وروستیو ورځو پرمهال د ګرمۍ په ډېرېدو سره پر بېلابېلو ناروغیو د اخته‌کېدو ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

کابل کې ډېری د اسهالاتو، محرقې، تبې، ټوخي او د زېړي ناروغان، روغتونونو او د درملنې مرکزونو ته مراجعه کوي.

کندهار کې له ۴۵ کلونو وروسته دوه تولیدي کارخونې فعاله شوې

کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې له ۴۵ کلن ځنډ وروسته، د رخت او وړینو توکو دوه تولیدي کارخونې بیافعالې شوې دي.

دغه ولایت کې د رخت اوبدلو فابريکې ریيس محمد‌سليم صابر سلام‌وطندار ته وویل، دغه کارخونه کې دامهال شاوخوا ۳۰۰۰ ماشينونه موجود دي، خو یوازې ۴۰۰ یې، فعاله دي.

له ۳۵ مېرمنو سره د سلاموطندار مرکې؛ «ټول راته وايي چې زړه شوې یې»

سلام‌وطندار د هېواد په کچه له ۳۵ مېرمنو سره د دوی د ژوند د «پېغلتوب او ځوانۍ» دورې په اړه مرکې کړې چې د یادو مرکو پرمهال، دوی ویلي، پېغلتوب یې، داسې تېر شوی چې هېڅ پرې نه‌دي پوه شوي.

دغه مرکه‌کوونکې مېرمنې د خپل ژوند د دې مهم پړاو، له لاسه‌ورکولو له امله اندېښمنې او هغوی چې دغه پړاو له لاسه ورکړی، ارمانجنې دي.

محمدعبدالکبیر د اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

د ریاست‌‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر نن پنج‌شنبه، زمري ۱۱مه حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته تللى دی.

د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محمدعبدالکبیر به د هنیه جنازه کې له ګډون سربېره، د یو‌شمېر هېوادونو او سازمانونو له استازیو سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا برخه کې هم خبرې او بحث وکړي.

اقتصاد وزارت: یوه کال کې غیرامارتي موسسو ۲۱۹۴ پروژې پلې کړي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال هېواد کې غیرامارتي ادارو په بېلابېلو برخو کې ۲۱۹۴ پروژې پلې کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن پنج‌شنبه، زمري ۱۱مه، کابل د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.