افغانستان کې راغلیو سېلابونو د نورو په پرتله ماشومان ډېر اغېزمن کړي

په ځینو ولایتونو کې یوشمېر سېلاب‌ځپلیو کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي چې ماشومان یې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د دوی په وینا، د شپې او ورځې تېرولو لپاره د اوسېدو ځای نه‌لري او له همدې امله يې ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

ا.ا: د محمدابراهیم محتاج قضیه د هغه له خبریالۍ سره تړاو نه‌لري

یوشمېر افغان خبریالان په کندهار کې د ملت غږ محلي راډیو د خبریال محمدابراهیم محتاج له نیول کېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې د خبریالانو د نیولو دوام په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوی د سرپرست حکومت له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لارې د نیول شویو خبریالانو قضیې وڅېړي.

ا.ا نور په یوشمېر هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلیو سندونه نه مني

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له دې وروسته په یوشمېر اروپايي هېوادونو او اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلیو له‌ لوري صادر شوي سندونه نه مني.
په دې خبرپاڼه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل له‌خوا خپره شوې، په اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د لږترلږه څوارلسو ډیپلوماټیکو استازولیو نومونه یاد شوي دي.

کارپوهان: هېوادونه د اسراییل-حماس جګړه د اقتصادي فشارونو له لارې درولی شي

د اسراييلو او حماس ترمنځ روانه جګړه کې نږدې ۴۰زره فلسطیني وګړي وژل شوي او څه باندې ۹۰زره کسان ټپیان شوې دي.

غزه کې د جګړې له امله میلیونه کسان اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او تازه د دغه ښار سوېل خان یونس کې هم خلکو ته امر شوی چې باید له خپلو سیمو ووځي.

راشدخان شل اووره نړیوالو لوبو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان په نړیوالو شل اووره سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

نوموړی په نړیواله کچه دویم لوبغاړی دی چې دومره وېکټې ترلاسه کوي. د وېسټ انډیز ډېوېن براوو په نړیواله کچه لومړی لوبغاړی دی چې په شل اووره سیالیو کې یې، تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.

ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر لغوه شوی

یو‌شمېر رسنیو د ایران فارس نیوز له قوله راپور ورکړی چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی دی.

ویل کېږي چې ایران ته د شهباز شریف سفر د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په لارښوونه لغوه شوی دی. د یادې رسنۍ په راپور کې ویل شوي چې شهباز شریف ناروغ دی او د سه‌شنبې ورځې ټولې غونډې او لیدنې یې لغوه کړې دي.

هند کې د اورښتونو له امله ۴۱ کسان مړه او ۷۰ ټپیان شوي

د هند په سوېل کې د سختو اوروښتونو له امله د ځمک‌ښوویېدنې او سېلابونو راوتلو پرمهال تر دې مهاله ۴۱ کسان مړه او څه باندې ۷۰ نور ټپیان شوې دي.

سېلابونه او ځمک‌ښوویېدنه د یاد هېواد سوېلي ایالت کیرالا کې رامنځته شوي. چارواکو ویلي چې دې ایالت کې د یوه لوی پله د نړېدو له امله د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ شوې دي.

روسیه کې د رېل‌ګاډي ټکر له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي

روسیه کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوه رېل ګاډي او لارۍ موټر د ټکر له امله ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.

پېښه دوشنبه، جولای ۲۹مه رامنځته شوې. دې رېل ګاډي شاوخوا ۸۰۰ مسافر لېږدول. روغتیايي چارواکي وايي چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او پاتې یې، له لومړنیو درملنو وروسته، رخصت کړي دي. له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې پېښه کې شاوخوا ۱۴۰ کسان ټپیان شوي دي.