افغانستان ۲۵ ټُنه حیواني خواړه تاجکستان ته صادر کړي

بلخ کې چارواکي وايي چې له دغه ولایت څخه ۲۵ ټُنه حیواني خواړه چې د یاد ولایت په یوه خصوصي شرکت کې تولید شوي، تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

د یاد شرکت مسوول محمدافضل افضلي وايي، د حیواني خوړو لومړی جوپه چې ۲۵ ټُنه کېږي، تاجکستان ته صادر شوي دي.

د برښنا پرچاوي: ښاریان: برښنا چې نه‌وي ماشومان مو نه‌وېده کېږي

د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي د وروستیو ورځو پرمهال د برښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برښنا ‌لري.

د کابل د نوي‌ښار اوسېدونکی عبدالبصیر سلام‌وطندار ته وايي چې دې وروستیو ورځو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې ورځني ژوند کې ستونزو سره مخ شوی دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په درې ورځني سفر ایران ته تللی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر په خپل لومړني بهرني سفر کې د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به ایران ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

هلمند کې د ریحان کرکېله؛ مسوولان: ګټه یې ډېره او لګښت یې کم دی

هلمند کې د کرنې ریاست مسوولان وايي، د تېرکال په پرتله سږکال هلمند کې د ریحان کرکېله زیاته شوې او د اټکل له مخې، حاصلات به یې څو برابره ترلاسه شي.

مسوولان اټکل کوي چې سږکال به د ریحان حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي. دغه کروندګر له کرنې ریاست څخه د کرنیزو مرستو او روزنیزو پروګرامونو د زیاتیدو غوښتنه هم لري.

بادغیس کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې ښځې په ګډون، درې کسان وژل شوي دي.

د بادغیس امنیې قومنداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته وايي چې نن دوشنبه، زمري اتمه، د تګاب‌عالم ولسوالي «نخچیرستان» کلي کې یوه مېرمن او نارینه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، یاد مېرمن او نارینه‌ د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي او تراوسه یې د وژنې لامل نه‌دی په ډاګه شوی.