فرانسه کې د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالیو پیل

د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالۍ پرون د فرانسې په پاریس ښار کې پرانېستل شوې او ټاکل شوې چې درې اوونۍ دوام وکړي.
د المپيک د نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې به د ٢٠٦ هېوادونو د بېلابېلو لوبو څه باندې لس‌نیم زره لوبغاړي برخه واخلي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د کانکور ازموینې ګډونوالو شمېر نیمايي کم شوی

د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې سږکال د درېیم ځل لپاره هېواد کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه. دا دویم پرله‌پسې کال دی چې د افغان نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

که څه هم کانکور ازموینه کې د ګډونو شمېر کم شوی، خو د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینې نمرې لوړې شوې دي.

ټرمپ: که بریالی نشم، ښايي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو سره په لیدنه کې ویلي، که دی په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، ښايي درېیمه نړیواله جګړه به رامنځته شي. ډونالډ ټرمپ په دې لیدنه کې د ډموکراټ ګوند په غړیو هم کلکې نیوکې وکړې او هغوی یې بې‌کفایته مسوولان وبلل.

هلمند کې د ۳۵۰ مټره پُل او ۲۷.۵ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ۲۷.۲ کیلومټره سړک او پر هلمند سیند د ۳۵۰ پل د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاد سړک ټولټال ۲۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۱۲ مټره پلنوالی لري. ترڅنګ یې د لښکرګاه د پنځمې ناحیې سیمه کې پر هلمندسیند د ٣٥٠متره په اوږدوالي د یوه پل د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

روزګان کې د ۲۲کیلومتره سړک جغل‌‌اچوونې چارې بشپړې شوې

په روزګان  کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنخ د «چمبرک» په نوم د ۲۲ کیلومتره سړک د هوارۍ او جغل‌اچوونې چارې بشپړې شوې.

د یاد سړک د جغل‌اچوونې چارې د ولایتي ادارې په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په مشینري، یوه میاشت مخکې پیل شوې چې کارونه یې اوس بشپړ شول.

د لوګر مالداران د شېدو پروسس مرکزونو کمښت څخه شکایت کوي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار او یوشمېر ولسوالیو څاروي‌لرونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د شېدو پروسیس مرکزونو نشتون له امله خپل د مالدارۍ محصولات په نیمه بیه بازار کې پلوري. ده وویل، که مالدارنو ته د شېدو د راټولولو وسایل، مرکزونه، پروسیس مرکزونه رامنځته شي مالدارۍ به دوه برابره وده وکړي.