لوګر کې د اوو میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په برهکي برک ولسوالي کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په برهکي برک ولسوالي کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د کابل ښار «هوتخېلو» سیمه کې په نړیوالو معیارونو برابر د «لایفپېرل» په نوم د درملو د تولید یوه خصوصي فابریکه پرانېستل شوه.
د یادې فابریکې پر جوړولو ۲۰ میلیونه ډالره لګول شوي او دامهال پهکې ۵۰ قلمه درمل تولیدېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېوادوال د درملو په پېرلو د کال تر یو میلیارد ډالرو پورې لګوي.
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې امریکا ته په سفر تللی، د دغه هېواد کانګرېش ته په وینا کې ویلي چې غزه کې د روانې جګړې بری، د امریکا لپاره هم بریال شمېرل کېږي.
کانګرېس د نوموړي په وینا، لسګونه اعتراض کوونکي هم ورټول شوي وو او د نتنیاهو وینا ته له اعتراض سربېره یې، د اوربند غوښتنه کوله. نتنیاهو د وینا پرمهال له امریکا غوښتنه وکړه چې هېواد سره یې، څنګ په څنګ ودرېږي.
اېنبېاې «نېشنل باسکېټبال اسوسیشن» د لوبېدو خپرېدو ۱۱کلن هوکړهلیک چې ارزښت یې، ۷۷ میلیارډ ډالر دی، له امازون، ډیزني او کامکاسټ شرکتونو سره لاسلیک کړ.
اېنبياې په وروستیو شېبو کې د وارنر بروز وړاندیز ونهمانه او له دغه رسنیز شرکت سره یې، د شاوخوا ۴۰کلنو کار وروسته، هوکړهلیک لغوه کړ.
د نیدرلنډز دفاع وزارت وايي چې دغه هېواد او ډنمارک به د روسې پر وړاړندې جګړې لپاره اوکراین ته «لیوپارډ ۲» ۱۴ نوي ټانکونه وسپاري.
دغه وزارت نن پنجشنبه، جولای ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ټانکونه د جرمني د « Rheinmetall» لهخوا جوړ او تر ازمایښت وروسته، دې ته اماده شوي چې اوکراین ته ولېږدول شي.
۳۰,۰۰۰ fish fry were thrown into the canals in Helmand
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي، د هېواد د سرحدونو او په يادو سیمو کې د خلکو ساتنه د اوسني حکومت مسووليت دی او په ټول توان يې، ساتنه کوي. نورالله نوري دغه څرګندونې د پکتيا څمکنيو ولسوالي کې «د اسلامي نظام او ملي استحکام» تر نوم لاندې د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون