اسلامي امارت: افغانستان کې هېڅ نظامي ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دُراني سه‌شنبه اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ پنځه ګاونډي هېوادونه چې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان او اوزبکستان په‌کې شاملیږي، اندېښمن کړي دي. هغه زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان یا «ټي‌ټي‌پي» د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده.

زابل کې د هوا ګرمېدو له امله ۷۰۰ کسان پر موسمي ناروغیو اخته شوي

د زابل روغتیايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو میاشتو پرمهال پر بېلابېلو موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، د هوا په ګرمېدو سره یې ۷۰۰ کسان چې پر موسمي ناروغیو اخته دي، ثبت کړي او ډېری یې هم ماشومان دي.

سینګاپور کې د ټسلا په پرتله د بایډ موټرو پلور زیات شوی

د چین موټر جوړولو «بایډ کمپنۍ» د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې په سینګاپور کې خپل سیال «ټسلا» شاته پرېښی دی.

سینګاپور کې د بایډ برښنايي موټرو د پلور کچې زیاتوالی د دې ښکارندوي کوي چې دغه شرکت د سوېل‌ختیځې اسیا د برښنايي موټرو پر بازار ولکه لري او لاهم ټسلا نه‌دی بریالی شوی چې دې بازار کې ځای پیدا کړي.

پر خان یونس د اسراییلو برید؛ شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي

د غزې پر خان یونس ښار د اسراییلي ځواکونو له برید راهیسې تېره ورځ د یادو بریدونو تر ټولو خونړي، برید کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د الجزیزې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه کسان یوازې تېره ورځ سه‌شنبه، د اسراییلو له‌خوا په شویو بریدونو کې وژل شوي دي.

نیپال کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۸کسان مړه شوي

د نیپال پلازمېنې کټمنډو کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي.

پېښه نن چهارشنبه، جولای ۲۴مه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د نیپال سوریا هوايي شرکت دغه الوتکه له الوتنې لږه شېبه وروسته، ولوېده او اور یې واخیست.

عبدالباقي حقاني: تېرو حکومتونو زده‌‌کوونکو ته غیراسلامي نظریې ورکړې

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې تېرو حکومتونو زده‌کوونکي او زده‌کړیالان له دیني زده‌کړو لرې وساتل او په وینا یې، غیراسلامي نظریې یې ورکړې.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري درېیمه کابل کې د کانکور مخکښو بریالیو زده‌کوونکو په ستاین‌غونډه کې کړې دي.

عبدالغني برادر: ظالمانه بانکي بندیزونه دې لرې شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سرپرست حکومت هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او په وینا یې، هغه ظالمانه بانکي بندیزونه چې ګڼې اقتصادي سونزې او د وزګارتیا لامل شوي، باید لرې شي. نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د «کار ملي کنفرانس» ته د وینا پرمهال کړې دي.