له افغانستان د وتلو هڅې؛ «غواړم المان ته لاړ شم، د همدې لپاره یې ژبه زده‌کوم»

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د بهرنیو ژبو زده‌کولو لپاره د انګېزې موندلو په موخه د کابل د بهرنیو ژبو د زده‌کړې په پنځو مرکزونو کې د اوو مېرمنو په ګډون، له ۲۹ ځوانانو سره مرکې کړې دي. د یادو ۲۹ ځوانانو له ډلې، ۱۴ یې د انګلیسي ژبې پر زده‌کړې او ۱۲ زده‌کونکي الماني ژبه او پاتې درې نور بیا د روسي، عربي او اسپانیوي ژبو پر زده‌کړو بوخت دي.

له خوست څه باندې ۴۲زره بوتله بې‌کيفيته شربت بېرته پاکستان ته لېږدول شوي

خوست کې د خوړو او درملو امریت، امر ډاکټر ګل‌زار فقير وايي، دغه بې‌کيفيته شربت د يوه خصوصي شرکت له‌خوا یاد ولایت ته رالېږدول شوي وو چې «سه‌شنبه، زمري دویمه، بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په تېرو مياشتو کې يې بېلابېل بې‌کيفيته درمل او خوراکي توکي بېرته مسترد کړي دي.

هلمند کې د اوړو تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د «سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوتي» کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د غنمو پروسیس یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د یادې کارخونې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د «۳۰۰ » ټُنو اوړو د تولید ظرفیت لري او د جوړېدو چارې یې، په دوو کلونو کي بشپړې شوې دي.

له پوهنتونونو فارغ شوي وزارتونو کې پر دندو ګومارل کېږي

د لوړو زده‌کړو وزارت د همغږۍ رییس کلیم‌الله محمدي وايي چې یاد وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي، څو تازه فارغ زده‌کړیالان پر دندو وګوماري.

نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، زمري لومړۍ نېټه» پکتيا پوهنتون کې د زده‌کړیالانو یوې غونډې ته کړې دي.

امیرخان متقي: افغانستان کې اوس زورواکي له‌منځه تللې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانستان کې زورواکي له‌منځه تللې او ډلې-ټپلې ختمې شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري دویمه، کابل کې «د کار ملي کنفرانس» ته کړې دي. هغه دې کنفرانس ته وویل، هېواد کې زورواکي، ډلې او ټپلې له‌منځه تللي او په وینا یې، د فساد مخنیوی شوی او پر لویو پروژو کار روان دی.

د افغانستان بانک څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه وسوځول

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه یې سوځولې دي.

دغه بانک نن سه‌شنبه، زمري دویمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانک‌نوټونه، راټول او د ټاکل شوي پلاوي مخته تر شمېرنې وروسته، سوځول شوې دي.

له پنډیتوب تر طب پوهنځي؛ «نیمه‌ورځ مې پنډیتوب او نیمه‌ورځ مې زده‌کړې کولې«

خوست کې د واجدالله په نوم زده‌کوونکی چې تازه د کانکور ازموینه کې پر لوړو نمرو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون، طب پوهنځي ته بریالی شوی، وايي، نیمه ورځ به یې، پنډیتوب کاوه او نیمه ورځ به یې خپلې زده‌کړې کولې. هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د بې‌وزلي او تنګسیې سره سره یې خپلې زده‌کړې پرې نه‌ښودې او په وینا یې، زده‌کړو ته یې دوام ورکړ.