د کندهار تخته‌پل اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتون له امله نالوستي پاتې یوو

د کندهار د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکي وايي، له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې د ښوونځيو نه‌شتون له امله نالوستي پاتې دي.

دوی وویل، د ټولنیزو خدماتو، روغتیا او د څښاک اوبو ترڅنګ، د ښوونې په برخه کې هم جدي ستونزو سره مخ دي.

د کانکور ازموینې د پایلې اعلان؛ له کابل یو زده‌کوونکی اول نمره شو

د ازموینو ملي ادارې مسوولانو نن یکشنبه، چنګاښ ۳۱مه کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د کابل له حبیبې لېسې څخه اتل‌خان رحیم‌زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره، د سږني کانکور ازموینې عمومي اول نمره اعلان شوی دی.

روزګان کې د اسټرالیايي ځواکونو جنایتونه؛ د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

روزګان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو د قربانیانو یوشمېر کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي، اسټرالیايي ځواکونو به د شپې مهال د دوی پر کورونو چاپه وهله او د کورنۍ بې ګناه غړي یې ور وژلي دي.

د یاد ولايت د چورې ولسوالي اوسېدونکى نبي، وايي چې د اسټراليايي ځواکونو د بريد په پايله کې يې د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

افغان جګدسېنګ: غواړم د مرګ تر ورځې وطن کې پاتې شم

جګد سېنګ په خوست کې يوازينی پاتې هغه افغان دی چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې، د خوست ښار سرګردان چوک ته څېرمه د سړک پر سر د خوړو مساله پلوري. د خوست ولايتي مسوولان وايي، افغان سېکان او هندوان د نورو افغانانو سره مساوي حقوق لري او پر خونديتوب يې ټينګار کوي.

کندهار کې اورلګېدنه؛ شاوخوا ۲۰۰۰ هټۍ سوځېدلي

د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د موټرو پرزو  یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له کبله د کاکړانو مڼډوي په نوم یو سوداګریز مرکز کې شاوخوا زره هټۍ سوځېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه اورلګېدنه د بټریو شارټۍ له کبله رامنځته شوې چې هټۍ‌والو ته یې په پراخه کچه مالي زیانونه اړولي دي. که څه هم  تراوسه د اوښتو مالي زیانونو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو هټۍ‌وال وايي، د زیان کچه له میلیارډونو افغانیو اوښتې.