قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه کمه کړې

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه کمه کړې ده.
د نوموړي په وینا، دا هوکړه په قزاقستان کې د شمال‌ـ‌سوېل فارمټ غونډې په څنډه کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په لیدنه کې شوې ده.

ا.ا په افغانستان کې د امریکايي وسلو پلورلو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماندا او د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د ۸۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پاتې شوي چې په خبره يې، افغانستان د امریکايي وسلو د خرڅلاو په تر ټولو لوی بازار بدل شوی دی.

سرپرست حکومت د افغانستان د پولو د امنیت ډاډ ورکوي

د ایران د استازو جرګې د ملي امنیت کمېسیون غړی یعقوب رضازاده وايي، د افغانستان او پاکستان حکومتونه په خپلو سرحدي سیمو کنټرول نه‌لري او قاچاق‌وړونکي او ترهګرې ډلې د افغانستان او پاکستان پولو ته څېرمه فعالیت کوي. خو سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې ترهګرو ډلو ته اجازه نه‌ورکوي، څو د افغانستان پولو کې فعالیت وکړي.

سامسونګ په لومړي ځل د مصنوعي ځیرکتیا ګوتمۍ بازار ته وړاندې کړه

دغه شرکت پاریس کې یوه نندارتون پرمهال ویلي، د سامسونګ ګلکسي ګوتمۍ په تېرو څو میاشتو کې خپله ازمایښتي دوره پای ته رسولې او په وینا یې، دغه ګوتمۍ سپک وزن لري او پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ده. د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، ګوتمۍ بېلابېل حس‌ګر لري او یوه کس ته دا توان ورکوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د خپلې سلامتیا وضعیت وڅاري.

ای‌او‌اېم: ۳میاشتو کې نیم‌میلیون کسان له افغانستان وتلي او ۸۵۰زره بېرته راغلي

د کډوالۍ نړیواله سازمان «ای‌او‌اېم» مسوولان وايي چې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال څه باندې نیم میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي.

یاد سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ نږدې ۵۵۰زره کسان له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.