
پروان کې ناپېژنده کسانو د جومات امام وژلی
د پروان امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د جومات ملا امام وژلی دی.

د پروان امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د جومات ملا امام وژلی دی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوو بمي چاودنو پرمهال، یو پولیس وژل شوی او د ۹ پولیسو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوې دي.
پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې لومړۍ پېښه نن جمعه، جولای ۱۹مه د یاد ایالت، د توربت په بلیده سیمه کې شوې چې یو سرتېری پهکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوې دي.

په پیرو کې لرغونپوهانو د هغو کسانو پاتې شوني موندلي چې ګومان کېږي، د «چیمو قبیلې» شتمن غړي دي.
هغه تمدن چې پیړۍ دمخه د انکاس څخه د ارام سمندر او انډیز غرونو ترمنځ په وچو کې یې ژوند کاوه.

د پروان امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالي کې ناپېژنده کسانو د جومات ملا امام وژلی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند فضلالرحیم مسکینیار نن جمعه، چنګاښ ۲۹مه سلاموطندار ته وویل چې وژل شوی امام «محمود» نومېږي او ۲۷ کاله عمر لري. د هغه په خبره، دغه کس په ښکاري ټوپک وژل شوی دی.

د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» په مالي لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د اوبو رسونې دغه شبکه د ګرمسېر په کوچیانو کلي کې جوړېږي چې چارې یې، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لهخوا پرمخ وړل کېږي.