کلیوالې ښځې: د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه‌لرو

که څه هم خواړه، د اوسېدو ځای، درمل او زده‌کړې د انسان لومړنۍ اړتیاوې دي، خو یوشمېر کلیوالې ښځې دغو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او که ځینې یې لري هم، ډېر کم دی.
سلام‌وطندار په فاریاب، تخار، کندوز، جوزجان، سرپل، بامیان، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې له ۲۰ ښځو سره مرکې کړي چې له ډلې یې پنځلسو هغو ویلي چې روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، تفرېح او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، خو پنځو نورو بیا ویلي چې یادو امکاناتو ته ډېر کم لاسرسی لري.

هرات کې شنډې ښځې: د بې‌اولادۍ د درملنې بیه لوړه ده، وسه یې نه لرو

په هرات کې یوشمېر شنډې ښځې د اولاد نه لرلو له کبله ځورېږي او وايي، په دغه ولایت کې د بې‌اولادۍ د درملنې بیه لوړه ده او دوی یې د پرې کولو وسه نه لري؛ نو له کلونو راهیسې د ماشوم په ارمان ناستې دي. دغه ښځې له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په یاده برخه کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره یې دا ستونزې حل کړي.

د هلمند نهرسراج اوسېدونکي: د ولسوالي ودانۍ دې راته نږدې جوړه شي

د هلمند مرکز لښګرګاه ښار ته نږدې تازه نهرسراج ولسوالي، د نورو ولسوالیو رسمي تشکیل ته وراضافه شوې او اوسېدونکي يې د ادارې واحدونو له نشتوالي او لري‌والي شکایت کوي. د دغه ولسوالي اوسېدونکي له سرپرست حکومت او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چي د دوی غوښتنو او ستونزو ته ژره ترژره رسېدنه وکړي، څو چارې یې له ځنډ پرته مخته لاړې شي.

د ټرافیکو ریاست: شخصي تېزرفتار او زېړې ټکسي د کارکولو حق نه‌لري

د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست مسوولان وايي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي تېزرفتار او زېړ رنګ ټکسي موتر پر واټونو د کار کولو او سوارلۍ د لېږد-رالېږد حق نه‌لري.

د ریاست په وینا، یوازې په نوي رنګ «فیروزه‌يي او سپین» موټر کولای شي چي په عامه واټونو کې کار وکړي او سوارلۍ ولېږدوي.

د هرات جامع جومات کې ۲۵۰ کاله پخوانۍ دروازه موندل شوې

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت جامع جومات کې ۲۵۰ کاله پخوانۍ دروازه یې موندلې ده.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو ساتنې مدیر محمدصدیق میر سلام‌وطندار ته وايي چې دغه دروازه یې پرون «چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه» د یاد جومات په ډيپو کې پیدا کړې.

هلمند کې ۴۵ صرافۍ د جواز نه‌لرلو له امله وتړل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې چارواکي وايي چې د ټاکل شوې کمېټې له‌خوا دغه ښار کې ۴۵ صرافۍ د فعالیت جواز نه‌لرلو له امله تړل شوې دي.

دغه کمېټه چې مشري یې د افغانستان بانک مدیر فاروقي اغا کوي، ترڅنګ یې د امنیه قومنداني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او لښکرګاه ښاروالي استازي هم ګډون لري.