کابل کې د پاسپورت وېشلو درې نوې څانګې پرانیستل شوې

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۶مه پلازمېنه کابل کې یې د پاسپورټونو د وېش درې نوي مرکزونه پرانېستل.

د پاسپورټ عمومي ریاست رییس عبدالکریم حسیب وايي، دې مرکزونو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ننګرهار کې د توپان او اورښتونو له امله د یوې کورنۍ «۱۱» غړي مړه شوي

ننګرهار کې د شویو تندو اورښتونو او توپانونو له امله د یوې کورنۍ یوولس غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

۶۵کلن سيفور د ننګرهار د سره‌رود ولسوالي اوسېدونکی دی. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي، د زوی او لمسیانو په ګډون یې، د کورنۍ ۱۱ غړیو د دوشنبې ورځو سختو اورښتونو او د چت پرېوتو پېښه کې ژوند بایللی دی.

هلمند کې «۱۸» پارسله د ښځو وېښتان نیول شوي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو ۱۸ پارسله ښځینه وېښتان چې له هېواده بهر لېږدول کېدل، نیولي دي.

دغه وېښتان د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند لومړۍ حوزه کې نیول شوي دي.

د پکتیا حوزوي روغتون کې د یوه کال پرمهال ۳۴زره لوی او کوچني عملیاتونه شوي

د پکتيا حوزوي روغتون مسولان وايي د تېر یوه کال پرمهال يې ياد روغتون کې د ۱۷ډاکټرانو پرمټ شاوخوا ۳۴زره لوی او کوچني عملياتونه کړي دي.

د پکتيا حوزوي روغتون رييس محمدنادر رحماني سلام‌وطندار ته وويل چې په ياد شمېر عملياتو کې ۴۶۰۰ لوی او پيچلي عملياتونه کړي دي.

روسیي پانګوالو پنجشېر کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو استخراج او کیندنې برخه کې روسي پانګوالو، پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ولایت ته یوه ډله روسي پانګوال او د کانونو برخې متخصصان ورغلي او د والي ترڅنګ یې له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.