هرات کې د زعفرانو کارګر: له سهاره تر ماښامه په ډېر کم مزد کار کوو

معصومه چې ۴۰ کاله عمر لري او هرات کې د زعفرانو په یوه کرونده کې کار کوي وايي، خالي دسترخوان او د ماشومانو لوږې اړ کړې چې له سهاره تر ماښامه د زعفرانو په یوه کرونده کې په ډېر کم مزد کار کوي. هغه وايي چې کلونو راهیسې د یو کیلو زعفرانو پاکولو په بدل کې ورته ۵۰ افغانۍ ورکوي. معصومه وايي، له پاڼو نه د ګل جلا کول اسانه کار نه‌دی او له سهار څخه تر بېګاه پورې یوازې له درې تر څلورو پورې زعفران پاکوي.

ننګرهار کې د باران او توپان له کبله د مړو شویو شمېر ۴۵ کسانو ته ورسېد

د ننګرهار محلي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د پروني باران، توپان او سېلاب له کبله د مړو شویو شمېر ۴۵ کسانو ته ورسېدو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قریشي وايي، په یادو سېلابونو کې د ژوبل شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی دی. د نوموړي په خبره، دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او ښايي نورې هم ډېرې شي.

هرات کې د یوې ډوډۍ بیه ۸ افغانیو ته را ټیټه شوې

د هرات د ښاروالي ویاند عبدالهادي نوري سلام‌وطندار ته ویلي چې نن (د چنګاښ ۲۶مه، د سه‌شنبې ورځ) یې د هرات نانوایي‌ګانو ته نوې نرخنامې ورکړي چې له مخې یې، د یوې ډوډۍ بیه چې ۲۶۰ ګرامه وزن لري، له ۱۰ افغانیو څخه ۸ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.

بغلان کې ټرافیکي پېښې ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان کړي

په بغلان کې امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې د ۱۷ کسانو ژوند اخیستی او ۳۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، نن سهار (د چنګاښ ۲۶مه، د سه‌شنبې ورځ) یو ۵۸۰ ډوله موټر چې مسافر یې لېږدول، د خنجان ولسوالي اړوند د شمالي سالنګ په تخته‌سنګ کې له سړک څخه ښي لوري ته اوښتی او رغړېدلی دی.