کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکي: د لمپي‌سکېن ناروغۍ ډېرېدو اندېښمن کړي یوو

کندهار کې د غواګانو فارم‌لرونکي وايي چې دغه ولایت کې د «څارویو لمپي‌سکېن» ناروغۍ زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دغه ولایت کې فار‌م‌لرونکي له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې څاروي یې، د یادې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي او په وینا یې، که واکسین نه‌شي، ډېرې غواګانې به یې له‌منځه لاړې شي.

لوګر کې پلار خپل زوی او ناپېژنده کسانو یو قومي مشر وژلی دی

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه» په محمداغې ولسوالي کې په دوه جلاجلا امنیتي پېښو کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د محمداغې ولسوالي په «کیشم» سیمه کې د کورنۍ ستونزو له امله یوه پلار خپل ۱۸ کلن زوی د چاقو په ګزارونو وژلی دی.

د ټرافیکو ریاست: موټرسایکل چلوونکي دې پلېټونه او لایسنسونه واخلي

د ټرافیکو عمومي ریاست د موټرسایکلونو له چلوونکو غوښتنه کړې چې د موټرسایکل لپاره پلېټ او لایسنسونه واخلي.

دغه ریاست نن دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه پر خپله پاڼه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې موټرسایکل چلوونکي او مالکین دې، د موټرسایکل ټول اړین اسناد ولري. دغه ریاست ویلي چې موټرسایکل چلوونکي باید د موټرسایکل چلونې پرمهال لایسنس، د خوندیتابه لپاره خولۍ، پلېټ ولري او له دوو کسانو ډېر باید پر موټرسایکل ونه‌لېږدوي.

پاکستان کې پر پوځي مرکز برید له امله درې سرتیري وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې وسله‌والو د پوځ پر یوه مرکز برید کړی چې له امله یې درې سرتیري وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

برید نن دوشنبه، جولای ۱۵مه سهار وختي شوی چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نښته لاهم روانه ده.

اسپانیا د څلورم ځل لپاره د اروپا ملتونو فوټبال جام وګاټه

د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په پای‌لوبه کې بېګاه شپه انګلستان له اسپانیا سره سیالي وکړه چې دغه لوبه ۲-۱ د اسپانیا په ګټه پای ته ورسېده.

اسپانیا په دې بریا سره د څلورم ځل لپاره د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله.

ارجنټاین د ۱۶م ځل لپاره د کوپا امریکا اتلولي وګټله

دفاعي اتلې لوبډلې ارجنټاین نن یکشنبه، جولای ۱۵مه د کوپا امریکا فوټبال سیالیو په پای‌لوبه کې کلمبیا ته ۱-۰ ماته ورکړه او د ۱۶م ځل لپاره یې، دغه اتلولي وګټله.

دغه لوبه چې په ۹۰ دقیقو کې له ګول پرته پای‌ته ورسېده، د اضافي دقیقو په ۱۱۲مه دقیقه کې ارجنټاین ته لوتارو مارټینز ګول‌وهنه وکړه او په همدې یوه ګول یې بریا ترلاسه کړه.