د فاریاب د شېرین‌تګاب په روغتون کې د روغتیايي امکاناتو نه‌شتون په اړه د خلکو شکایت

د فاریاب د شېرین‌تګاب ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالي په ۲۰ بستریز روغتون کې روغتیايي خدمتونه نشته او په وینا یې، یاد روغتون د درملو او نورو روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی.
امان‌الله چې ماشوم یې د شېرین‌تګاب په ۲۰ بستریز روغتون کې بستر دی وايي، روغتیايي امکانات نشته او دی اړ شوی چې د اړتیا ور درمل له دباندې څخه راوړي.

افغان ښځې: له زېږون وروسته مو وزن ډېر شوی

سلام‌وطندار په ۱۰ ولایتونو کې له ۴۶ ښځو سره مرکې کړي چې ۲۹ هغو یې ویلي چې د امېندوارۍ پر مهال یې اشتها ډېر‌والی له کبله یې وزن ډېر شوی دی. شپږو نورو ویلي چې د امېندوارۍ پر مهال سپورټ ته د نه لاسرسي، پنځو د چاغېدو وړتیا لرل او شپږو نورو ویلي چې د خوی او خواصو له کبله یې وزن ډېر شوی دی.

بلخ کې پر اروايي ناروغیو د ښځو د اخته کېدو په اړه د ډاکټرانو اندېښنې

په بلخ کې یوشمېر ډاکټران وايي، د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د هغو ښځو د ورتګ کچه لوړه شوې چې پر اروايي ستونزو اخته دي.
د بلخ په مرکزي روغتون کې د ارواپوهنې ډاکټر حفیظ‌الله محبي وايي، د ښځو په منځ کې پر اروايي ناروغیو د اخته ښځو لوړ شمېر د اندېښنې وړ دی.

کاپیسا کې د اوبو رسونې دوو پروژو چارې پیل شوې

د کاپیسا مسوولان وايي چې پرون (د چنګاښ یوویشتمه، د پنجشنبې ورځ) یې د دغه ولایت د تګاب ولسوالي په میاخطل او شینکۍ سیمو کې د اوبو رسونې دوو پروژو چارې پیل کړې دي.
د کاپیسا د والي ویاند عبدالعزیز نظري وايي، د اوبو رسونې د دغو شبکو هره یوه یې د ۴۰ او ۵۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په جوړېدو سره به یې د دې ولسوالي ۶۳۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.