پکتیا کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۳ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۲۳ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د پکتيا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۱مه ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

شیرین‌تګاب کې روغتیايي ستونزې؛ «روغتون یوه دست‌کشه نه‌لري»

د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکي د یادې ولسوالي په ۲۰ بستريز روغتون کې د ناروغانو لپاره د اړتيا وړ درملو له کمښت او د طبي وسایلو له نشتوالي شکايت کوي.

دوی وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دغه روغتون کې د درملو نشتون ستونزه راپورته شوې، خو چارواکو تراوسه ورته پام نه‌دی کړی.

عبدالغني برادر: له ۱۳ولایتونو څخه د نړۍ هېوادونو ته صادرات کېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصاي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې دا مهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه نړۍ ته توکي لېږدول کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې یاد ولایتونو کې سرپرست حکومت د توکو لېږد چارو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو لپاره دفترونه هم پرانېستلې دي.

لښکرګاه کې په ۱۹ میلیونه افغانۍ د ۱۱ کیلومټره سړک د پخولو چارې پیل شوې

هلمند کې چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې د ۱۱کیلومټره سړک د پخولو چارې پیل شوې.

د یاد سړک د پخولو چارې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۱مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي. لښکرګاه ښاریانو د دغه پروژې پلي‌کېدو ته خوښ دي او له چارواکو د ورته پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کوي.