د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان صادراتي توکي ښه کیفیت لري

د یو‌شمېر رسنیو د راپورونو له مخې قرغیزستان او اوزبکستان له افغانستان څخه یادو هېوادونو ته د انارو ګازلرونکو څښاک پر لېږد بندیز لګولی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې دغه څښاک «نوشابه» له دې امله بند کړي چې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

روحاني‌بابا کې مخابراتي ستونزې؛ خلک: زنګ‌وهلو لپاره غره ته پورته کېږو

د پکتیا روحاني‌بابا ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي کې د مخابراتي شبکو خدمتونو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلا‌م‌وطندار ته وايي، د ګوتو په شمېر ځینې کلي چې زرمت ولسوالي ته ورڅېرمه دي، د دې ولسوالي له مخابراتي خدمتونو ګټه پورته کوي او پاتې نورې سيمې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي.

د اروپا ملتونو فوټبال جام دویمه نیمه پای‌لوبه نن شپه کېږي

د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په دویمه نیمه پای‌لوبه کې نن د انګلستان فوټبال ملي لوبډله له نیدرلندز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د جرمني د سیګنال اېډېنا پارک لوبغالي کې پیل شي.

روزګان کې په ۱.۵ میلیونه افغانۍ د ۲۲کیلومتره سړک د جغل‌اچوونې چارې پیل شوې

د روزګان د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د چمبرک په نوم ۲۲ کیلومتره سړک د جغل‌ اچوونې چارې پیل شوې.

دغه سړک چي د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په همکاري جوړېږي چې د جغل‌اچوونې چارې به یې یوه میاشت کې بشپړې شي.

کندهار کې د اوبو څاه ته لوېدلې ښځه ژغورل شوې

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت خاکرېز ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلې ښځه، له څاه ژوندۍ رااېستل شوې.

پېښه پرون سه‌شنبه، چنګاښ ۱۹مه د خاکرېز ولسوالي د لومړۍ حوزې د پیتاوي په سیمه کې رامنځته شوې. ویل کېږي چې دې ښځې د میرګي ناروغي درلوده او د خپل کور د اوبو څاه ته لوېدلې وه.

د افغانستان بانک څه باندې ۸۸۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان بانک واي، مرکزي زون کې یې څه باندې ۸۸۹میلیونه زړې افغانۍ سوځولې دي.

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۸۸۹میلیونه او ۹۲۰زره افغانۍ په مرکزي زون کې ټولې او سوځول شوې دي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې یادې زړې افغانۍ د عدلیې او مالیې وزارتونو د استازیو په شتون کې سوځول شوي.

خوست کې سږکال د هندواڼو حاصلاتو کې د ۱۰سلنې ډېروالي اټکل شوی

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې د هندواڼو کرکېله کال په کال زیاتېږي چې سږکال یې په حاصلات کې لس سلنه لوړوالی راغلی دی.

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د ترويج مدير ولي نور خاموش سلام‌وطندار ته وویل، په مرکز او ولسواليو کې پر شاوخوا ۱۳۰ هتکاره کرنيزه ځمکه هندواڼې کرل شوي دي.