اقتصادي کمزورتیا د افغان ځوانانو د واده‌کولو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې بېلابېل خنډونه لامل شوي چې واده یې وځنډېږي. د جنسیت له پلوه د واده مخنیوي لاملونو په اړه د سلام‌وطندار موندنې توپیر لري، ۱۲ مرکه کوونکو له ډلې څخه دوه یې د غوراوي حق او لس یې د مالي توان نه‌درلودل، هغه لاملونه بللي چې له کبله یې وادونه ځنډېدلې دي.

پر اوکراین د روسیې پراخ برید؛ ۴۱ کسان مړه او ۱۷۰ ټپیان دي

روسیې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د توغندو بریدونه کړي چې پرمهال یې ۴۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه، جولای نهمه راپور ورکړی چې د برید پرمهال پلازمېنه کیېف کې د ماشومانو یو روغتون هم په نښه شوی دی.

پاکستان: افغان کډوالو سره د مرستو کمښت خواشینونکې ده

د پاکستان حکومت وايي چې دغه هېواد کې له مېشت افغان کډوالو سره د مرستو کمښت د خواشینۍ خبر ده او له ملګروملتونو د مرستې غوښتنه کوي. نوموړي دغه څرګندونې د روانې جولای میاشتې پر اتمه، د یاد هېواد پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې له مشر فیلیپو ګرانډي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

جرمني د پاکستان کراچۍ ښار کې خپله قونسلګرۍ تړلې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جرمني د سفارت قونسلکرۍ مسوولان وايي چې دغه ښار کې د ناامنو ډېرېدو له امله خپله قونسلګرۍ تړلې ده.

قونسلګرۍ د جولای پر اتمه پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې له اروپایي ټولنې بهر هېوادونو د وګړو لپاره قونسلګرۍ تر بلې خبرتیا پورې تړل شوې ده.

غزني کې د خاکسترک ناروغۍ ډېرېدو بڼوال اندېښمن کړي

غزني کې یو‌شمېر بڼوال د خاکسترک ناروغۍ ډېروالي له امله اندېښمن دي او وايي، دې ناروغۍ یې د انګورو تاکونه اغېزمن کړي دي.
د غزني ښار نوغي کلي اوسېدونکی حیات‌الله په خپل باغ کې د انګورو ۴۰۰ تاکونه لري. نوموړی هم د خاکسترک ناروغۍ «پوپنک ډوله ناروغي ده» له خپرېدو اندېښمن دی او وايي، دې ناروغۍ یې انګورو ته زیان رسولی دی.