د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین؛ دا ځل اته میلیونه ماشومان واکسینېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو د څلورورځني کمپاین د پیل خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، په پام کې ده چې په دغه پړاو کې به له پنځو کلونو کم‌عمره اته میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

لغمان کې د «کاوون غږ» راډیو نشرات ځنډول شوي

په لغمان کې د کاوون غږ راډیو تر تړل کېدو وروسته د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کاوون غږ راډیو د بیت‌المال او د دولت ملکیت دی. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وايي، دا راډیو په ۱۳۸۴ کال کې د امریکايانو د «پي‌ارټي» له لوري د انټرنیوز په همکاري جوړه شوې چې په ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري درې‌کلن جواز ورکړل شوی و..

جاپان په افغانستان کې د معیشت بدیل لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلی چې کورومیا دا موضوع د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره سره په لیدنه کې کړي او په بېلابېلو برخو، په تېره د خصوصي سکټور برخه کې یې د جاپان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد عبدالکبیر هم د جاپان مرستې ستایلي او ویلي یې دي چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د تعامل پراخوالی او د اړیکو پیاوړتیا غواړي.

د جوزجان‌-‌فاریاب پر لارې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ د اتو غړیو ژوند اخیستی

د جوزجان‌-‌فاریاب پر لویې لارې شوې ټرافیکي پېښې د څلورو ماشومانو په ګډون، د یوې کورنۍ د اتو غړیو ژوند اخیستی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیر شېراحمد سعیدي وايي، یوه رونېکس ډوله موټر پرون (د چنګاښ اووه‌لسمه، د یک‌شنبې ورځ) د خواجه‌دوکوه ولسوالي په اړوند سیمه کې له یوه ټانکر سره ټکر کړی دی.