کندهار کې بې‌موسمه اورښتونه به د انارو او انګورو حاصلاتو د کمېدو لامل شي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، وروستیو بې‌موسمه اورښتونو د کښتونو تر څنګ، بڼونو ته هم زیان اړولی او سږ کال به د انارو او انګورو حاصلات د پخوا په پرتله د پام وړ کم وي.
بې‌موسمه اورښتونو د کندهار په ژېړۍ، معروف او خاکرېز ولسوالیو کې د انګورو او انارو بڼونو ته زیانونه اړولي دي.

جوزجان کې د ګازو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د جوزجان په یتیم‌تاق سیمه کې د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او سفیر ډریلینک سروېسېز په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، د اووه‌نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۶۵۰ مترو په ژوروالي سره د ګازو د دغو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد د یوه کال لپاره لاسلیک شوی دی.

له جګړې د پاتې ماینونو چاودنې؛ شپږو میاشتو کې ۷۰ کسان وژل شوي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست مسوولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له جګړې د پاتې ناچاوده ماینونو په ۱۱۱ چاودنو کې ۷۰ کسان وژل شوي او نږدې ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ریاست رییس نورالدین رستم‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي، دوی په هېواد کې د ماین‌پاکۍ برخه کې د بودیجې او کاري ځواک له کمښت سره مخامخ دي.

له ایران او پاکستان نه ۱۲۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې ۱۱ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زوره او خپله خوښه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (د چنګاښ شپاړلسمه، د شنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې ۱۰ زره او ۶۴۵ افغان کډوال په نیمروز کې د ورېښمو پل او په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې له ایران څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشر شو

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو ټاکنې پرون (د چنګاښ پنځلسمه، د جمعې ورځ) وشوې چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان د څه باندې شپاړلس میلیونه رایو په ګټلو سره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې مسعود پزشکیان د ټاکنو په دویم پړاو کې د څه باندې ۳۰ میلیونه حساب شویو رایو له ډلې څه باندې ۱۶ میلیونه رایې خپلې کړې دي.