ميدان‌وردګ کې د «مڼې‌ګل» دودیزه کلنې مشاعره جوړه شوه

د ميدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د دغه ولايت نرخ ولسوالي په «صدمردې» سیمه کې د مڼې‌ګل دوديزه او کلني مشاعره جوړه شوه.

جوړې شوې مشاعرې ته د ميدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رییس حبیب‌الله مجاهد وويل، په دغه مشاعره کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو سلګونه شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړی.

د کابل اوسېدونکي: د کوڅه‌ډبه سپیانو له امله پوزې ته راغلي یوو

د کارته‌نو اوسېدونکې ثانیه وايي، دې سیمه کې د کوڅه‌ډبو سپیانو له امله خلک تر پوزې رسېدلې دي. «کوڅه‌ډب سپي بېخي زیات دي او غپلو او غږونو له امله یې، په تنګ راغلي یوو؛ کله چې موږ له کوره بهر ځو، نو ډارېږوو چې موږ ته زیان ونه‌رسوي.» د کابل اوومې ناحیې اوسېدونکی فهم وايي، سیمه کې یې د کوڅه‌ډبو سپیو له امله ناروغۍ خپرې شوي.