ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت؛ «لکه غلام راڅخه کار اخلي»

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، وهلو-ټکولو او اېستلو لړۍ پر دوام، دغو هېوادونو کې یوشمېر افغانان وايي، دې وروستیو کې یې پر وړاندې سخت چلند او فشارونه دوه برابره شوي او دغه وضعیت نور تر بلې مخ پر خرابېدو دی.

پاکستان کې افغان کډ‌وال هادي غفاري هم وايي، کډوال نه‌باید د هېوادونو ترمنځ د سیاسي مسایلو قرباني شي.

اوزبکستان کې د افغانستان کورنیو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون نن «سه‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه» د اوزبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانېستل شو چې تر راتلونکې جمعې به دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خصوصي سکټور د یوه پلاوي په مشرۍ دغه نندارتون کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی دی.

تخار کې بزګران: د «انلاین مشورې ورکولو مرکز» مو ۷۰سلنه ستونزې حل کړي

د تخار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست بزګرانو ته د اسانتیاوو او مشورو ورکولو په موخه د انلاین مشورې ورکولو مرکز فعال کړی چې له دې لارې غواړي د بڼوالو ستونزې حل او مشورې ورکړي.

تخار کې چارواکي وايي، د مرکز په اړه د کروندګرو په خبرولو کې د جوماتونو امامانو او تبیلغاتي پاڼو ورسره مرسته کړې

اروپا کې د ولکس‌واګن برښنايي موټرو پېر کم او چین کې ۹۱سلنه لوړ شوی

د ولکس‌واګن موټر جوړولو شرکت وايي چې د روان میلادي کال د لومړیو درېوو میاشتو پرمهال په اروپايي هېوادونو کې د دغه شرکت د برښنايي موټرو پېر کم شوی دی.

د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، په اروپا کې د دغه هېواد د برښنايي موټرو پېر ۲۴سلنه کم شوی او چین کې بیا ۹۱سلنه د تېرکال په پرتله لوړ شوی دی.

مادورو د ونزویلا او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو طرحه ومنله

د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د امریکا له‌خوا د خبرو وړاندې شوې، طرحه منلې.

مادورو چې د درېیم ځل لپاره ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب په لټه کې دی، له امریکا غوښتنه کړې چې پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کړي. نوموړی دغه بندیزونه د ده د حکومت ړنګولو لپاره بللي دي.