ګردېز کې په ۴۹زره ډالرو د لاسي‌توکو پلورونکو ته ۹۰ غُرفې کېښودل شوې

پکتیا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې ګردېز ښار کې يې د لاسي توکو پلورونکو  د فعالیت او ښاري بې‌نظمیو مخنیوي په موخه ۹۰ غرفې کېښودې دي.

ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وايي چې يادې غرفې د ملګروملتونو د بشري هستوګن‌ځايونو ادارې «UN-HABITAT» له‌خوا جوړې شوې چې ۴۹زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

اېس‌کا شرکت د مصنوعي ځیرکتیا چیپونو برخه کې ۷۵میلیارډ ډالره پانګونه کوي

د سوېلي‌کوریا د «چېپ جوړولو» اېس‌کا «SK» شرکت وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به تر ۲۰۲۸کال پورې د چېپ جوړولو برخه کې  ۷۴.۶ میلیارډ ډالره پانګونه وکړي.

دغه پانګونه به دې شرکت سره مرسته وکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته خپل چیبونه پیاوړي او پرمختللي کړي.

د کار وزارت څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت یې، څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ اته هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړې دي.

د یاد وزارت ویاند  سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې د دې هوکړه‌لیکونو په لاسلیک‌کېدو سره به هېواد کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌‌شنبه، د چنګاښ ۱۱مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

پکتیکا کې له نشې روغ شوي ۳۶۰کسان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ياد ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ د کندهار د مهاجرینو موسسې«KRO» په مالي ملاتړ نن «يکشنبه د چنګاښ لسمه» مرکز ښرنه او ارګون ولسوالي کې ۳۶۰  هغو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې چې له نشو روغ شوي دي.