دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او څه باندې ۲۰ هېوادونو د استازیو غونډه

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه نن یکشنبه په سیمه‌ییز وخت د ماښام په ۶:۴۵ د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پیلېږي.
په دې غونډه کې چې مشري یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي‌کارلو کوي، د ا.ا پلاوی او د ملګرو ملتونو د استازیو تر څنګ، د څه‌نا‌څه ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د المان سوسیال ډیموکرات ګوند کابل کې د خپل سفارت پرانېستلو غوښتنه کړې

د المان د سوسیال ډیموګراټ ګوند ویاند نېلز شمیډ د «ټاګس شپېګل» ورځ‌پاڼه له‌خوا په خپره شوې یوې مقاله کې له سرپرست حکومت سره د المان اړیکو نیولو پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د المان د ډیموګراټ سوسیال ګوند د اوسني لومړي وزیر اولف شولز په مشري د دې هېواد واکمن ګوند دی.

نبي عمري: له هېواده بهر سیاسي څېرې د افغانانو استازیتوب نشي کولی

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستيال محمدنبي عمري وايي چې په اروپايي هېوادونو کې غونډه کوونکي سياسي څېرې د افغانانو استازيتوب نه‌شي کولی.

نوموړي دغه څرګندونې د خوست لپاره د نوي ګومارل شوي والي د معرفي مراسمو کې کړي. هغه ټينګار وکړ چې حکومت پر هېواد بشپړ واکمن دی او مخالفینو ته به د ناامنۍ اجازه ورنه‌کړي.

روسیه کې د ۴۴زره کاله پخوا لېوه جسد موندل شوی

د روسیې د یاکوتیا د شمال ختیځ په یوې لرې پرته سیمه کې د یوه «لېوه جسد» موندل شوی چې د څېړونکو په وینا، ۴۴ زره کاله مخکې یې دې سیمه کې ژوند کاوه.

دغه لېوه د دې سیمې دایمي یخونو کې کنګل شوی و او د خپل ډول لېوانو لومړی هغه دی چې کشف کېږي.

د یاد لېوه جسد په ۲۰۲۱کال کې په ناببره توګه د یاکوتیا د ابیسکي سیمې اوسېدونکو له‌خوا پیدا او اوس د څېړونکو له‌خوا تر څېړنې لاندې دی.

اوکراین کې د روسیې توغندیزو بریدونو پرمهال ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

په اوکراین کې د روسي ځواکونو د بریدونو پرمهال د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، جون ۳۰مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له قوله راپور ورکړی چې د ژااپوریژیا مرکز ته څېرمه د ویلنینسک په کلي کې ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم ډېر شي.