م.جاهد: د دوحې غونډه کې د افغانستان د ستونزو حل او له م.م سره د تفاهم لپاره ګډون کوو

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد نن د دوحې د درېیمې غونډې په را نږدې کېدو سره د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ا.ا پلاوی په یاده غونډه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو او د غړیو هېوادونو د مثبت او رغنده تعامل او په افغانستان کې د وضعیت ښه‌والي او هراړخیز ثبات په موخه ګډون کوي.

۲۰ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ډېرو یې د مالي خپلواکي له امله پرمختګ کړی

مالي خپلواکي چې د ژوند بنسټ‌ییزو اړتیاو لپاره مهم بلل کېږي، افغانستان کې ډېری ځوانانو ته پر یوې ننګونې بدله شوې. مالي خپلواکي هغه شرایط دي چې یو کس هغه ته د رسېدو لپاره، هر ډول چې نوموړی غواړي، په خپلواکه او ازاده توګه ځان ورورسوي او په خپله خوښه ژوند وکړي.

بدخشان کې ځمک‌ښویېدنې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل کړي

د بدخشان په یمګان ولسوالي کې ځمکه ښویېدلې چې له کبله یې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمداکرم اکبري وايي، دا پېښه پرون (د چنګاښ اتمه، د جمعې ورځ) د یمګان ولسوالي په «وني» سیمه کې شوې ده.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې

د ایران د ټاکنو بنسټ ویلي چې د دغه هېواد ولسمشري ته یوه نوماند هم ۵۰+۱ رایې نه‌دي ګټلي او ټاکنې به د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ دویم پړاو ته وغځېږي.
د اعلان شویو رایو پر بنسټ، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي په یادو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې خپلې کړي او دغه دوه نوماندان به د ټاکنو په دویم پړاو کې بیا سیالي کوي.

افغان ښځې: زموږ پر سپورټ لګېدلیو محدودیتونو پر اروايي ناروغیو اخته کړې یوو

له ۲۱ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې د افغان ښځو پر سپورټ لګيدلي محدودیتونه او د هغو لپاره د پارکونو او کلپونو تړل کېدو دغه ښځې پر اروايي ناروغیو اخته کړې دي. د ۲۱ ښځو له ډلې ۱۷ هغو ویلي چې پر اروايي او څلورو نورو بیا ویلي چې پر جسمي، لکه شکر، د ملا ډېسک او پښو درد باندې اخته شوې دي.

د ا.ا د دفاع وزارت پر افغان خاورې د برید ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په اړه هر ډول نظر ورکول یو ناسنجول شوی عمل دی او د اوبو خړولو لپاره یوه هڅه ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تازه ویلي و، که اړتیا پېښه شي، د افغانستان په خاوره کې به پاکستاني طالبان یا ټي‌ټي‌پي په نښه کړي.