شنونکي: ا.ا دې د افغانستان په اړه د نړۍ له پرانېستۍ ډیپلوماسي ګټه واخلي

د سیاسي چارو شنونکي د دوحې د درېیمې‌ غونډې له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله له ا.ا څخه تمه لري چې د افغانستان سرپرست حکومت به وکولای شي له نړۍ سره د افغانستان د ستونزو په حل کې ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ته قناعت ورکړي.

سږکال به د امو نفتي حوزه کې د تېلو ۲۰ څاګانې وکیندل شي

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور نن پنج‌شنبه، چنګاښ اوومه، په یوې غونډه کې وویل چې سږکال د امو دریا نفتي حوزه کې ۲۰ نورې څاګانې کیندل کېږي. ده وویل، د دغو څاګانو په کیندلو شاوخوا ۳۵ میلیون ډالره لګښت راځي.

د کابل ارغندۍ «سب‌سټېشن» نیم‌ګړې چارې پیل شوې

د کابل د پغمان ولسوالي د ارغندۍ سب‌سټېشن نیم‌‌ګړې چارې نن پنج‌شنبه، چنګاښ اوومه په رسمي توګه پیل شوې چې پر جوړېدو به یې څه باندې اته میلیونه امریکايي ډالره لګښت راشي.

د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن پنج‌شنبه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه سب‌سټېشن  د بغلان الوان دښتې کابل ته د ترکمنستان برښنا لېږد لپاره جوړېږي.

لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: ادارې دې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم وايي، د دغه ولایت ټولې دولتي ادارې مسوولیت لري چې رسنیو او خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس دغه څرګندونې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د حکومت او رسنیو ترمنځ جوړ شوې غونډه کې کړې دي.

نړیوال جام کې د ویاړلې لوبډلې د سفر پای؛ راشدخان: له باور مو مننه!

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۷مه، له سوېلي‌‌افریقا سره سیالي وکړه چې سوېلي‌افریقا دغه لوبه د ۹ وېکټو وګټله.

له دې ماتې سره نړیوال جام کې د افغانستان د ویاړلې لوبډلې تاریخي او له لاسته‌راوړنو ډک سفر هم پای ته ورسېد.