عامې روغتیا وزارت: د څه باندې ۵۴زره روږدو کسانو درملنه مو کړې

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د افغانستان عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې تېرو نږدې درېوو کلونو کې یې د هېواد په کچه د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې او دامهال هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې لپاره ۶۱ مرکزونه فعاله دي.

افغانستان سبا د نړیوال جام نیمه پای‌لوبه کې له سوېلي‌افریقا سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې سبا پنج‌شنبه، جون ۲۷مه له سوېلي‌افریقا سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده تاریخي لوبه سبا د افغانستان پر وخت د سهار ۵ بجې پیل شي.

کابل کې یوه بنسټ په یو میلیون افغانیو د ۷۲ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم جوړ کړي

کابل کې د یوه خیریه بنسټ له‌خوا  ۷۲ جوړو «نجونو او هلکانو» ته چې د واده د لګښت پرې کولو توان یې نه‌درلود، د ډله‌ییز واده مراسم نیول شوي دي.

د یاد ډله‌ییز واده جوړونکي د ډله‌ییزو وادونو جوړول، د هغو کسانو لپاره یوه لویه مرسته ګڼي چې د واده لپاره د زیاتو پیسو ورکولو توان نه‌لري. د دوی په وینا، یادو ۷۲ جوړو ته یې دغه ډله‌ییز واده د یو میلیون افغانیو په لګښت برابر کړی دی.

له ۳۳مېرمنو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «له زېږون وروسته مې سترګې کمزورې شوې»

اومېندواري د مېرمنو د ژوند حیاتي او مهم پړاو بلل کېږي چې ځانګړو مراقبتونو او پاملرنې ته اړتیا لري، څو د مور او جنین روغتیا او سلامتیا تامین شي. د اومېندوارۍ په موده کې د مېرمنو بدن ډېر بدلونونه تجربه کوي چې کولای شي، د مېرمنو د ژوند کیفیت او سلامتیا تر اغېزې لاندې راولي.