د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې د ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري د ا.ا یو پلاوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د چنګاښ پنځمه، د سه‌شنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې متقي دا خبره د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د چمتووالي په غونده کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا مشرتابه دا پرېکړه کړې ده.

کابل کې د خصوصي سکټور پروړاندې د شته ننګونو پېژندنې لپاره یوه‌ورځنۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د خصوصي سکټور په پرمختیا کې د ننګونو په ګوته کولو او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره بازارونو ته د لاسرسي د غوره تګلارو ارزولو په موخه د خصوصي سکټور او مرستندویه ډونرانو یوه‌ورځنۍ اقتصادي غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري مرستو پر ځای، د افغانستان پر بنسټیزو زېرمو پانګونه وکړي.

میدان‌وردګ کې یوې کورنۍ په یونیم میلیونه ډالرو روغتون ته ودانۍ جوړه کړې

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د جمال خان په نوم د یوې کورنۍ له لوري د دغه ولایت سیداباد ولسوالي په «اونخي درې» سیمه کې تخصصي روغتون ته د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ودانۍ جوړه کړې.

د کاري فرصتونو رامنځته کولو هڅې؛ «کار مې په ۹۰ ډالره پیل کړ»

د جمهوریت له پرځېدو او هېواد کې د وزګارتیا کچې پراخېدو وروسته، ګڼ‌شمېر ځوانانو کوچنیو اقتصادي فعالیتونو ته مخه کړې او له دې لارې ښه ګټه وټه ترلاسه کوي.

په دې راپور کې له لسو نجونو او هلکانو سره خبرې شوې چې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال یې په بېلابېلو برخو کې کوچني کاروبارونه پیل کړې دي.