افغانستان او بنګله‌دېش سبا د نړیوال جام اتو غوره لوبډلو پړاو کې لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په اول ګروپ کې سبا له بنګله‌دېش سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه سبا سه‌شنبه، جون ۲۵مه «ارنوس وېل ګرونډ» کې ترسره شي.

نړیوال جام؛ هند او اسټرالیا د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو په ۱ ګروپ کې نن د هند او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، جون ۲۴مه د اېس‌ټي لوسیا د «ډېرن سمي ملي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

سټیفان دوچاریک: ملګري‌ملتونه به دوحې غونډه کې ا.ا نړۍ سره تعامل ته وهڅوي

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وايي چې دغه سازمان به د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت په منظمه او همغږه توګه له نړۍ سره تعامل ته وهڅوي.

د قطر پلازمېنې په دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه به د روانې چنګاښ میاشتې پر لسمه پیل شي.

افغانستان د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه‌ پای‌لوبې ته څنګه وتلی شي؟

د شل اووره سیالیو نړیوال جام په ۱ ګروپ کې د افغانستان له‌خوا د اسټرالیا له تاریخي ماتې وروسته، نیمه پای‌لوبې ته د افغان لوبډلې دریځ پیاوړی شوی دی.

له دې لوبې وروسته دغه ګروپ کې نیمه پای‌لوبې د افغان لوبډلې ترڅنګ د نورو  لوبډلو تګ هم په زړه پوری شوی دی.

ننګرهار کې ۳۳سلنه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي 

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د عامه تغذیې مسوول ډاکتر میرویس عابد وايي چې دغه ولایت کې ۳۳سلنه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د یونېسف ادارې په مالي او هدف موسسې په تخنیکي همکاري د یوشمېر رسنیو مسوولانو ته په جوړ شوي ورکشاپ کې کړې دي.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «سه‌‌شنبه، چنګاښ پنځمه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دو‌‌شنبه، د چنګاښ څلورمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.