شل اووره نړیوال جام؛ افغانستان له خپل سیال اسټرالیا سره لوبه کوي

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو له ۱ ګروپ څخه افغانستان سبا یکشنبه، جون ۲۳مه له خپل سیال اسټرالیا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه یک‌شنبه، جون ۲۳مه د افغانستان پر وخت سهار ۵ بجې پیل شي. اسټرالیا په دغه ګروپ کې په یوې بریا لومړی او افغانستان بیا په یوې ماتې درېیم ځای کې دی.

پکتيا کې د «نښتر دوديزه» کلنۍ مشاعره جوړه شوه

پکتيا کې د نښتر دوديزه کلنۍ مشاعره په لومړي ځل د اريوب‌ځاځي ولسوالي د «سپينې شګې تفريحي سيمه» کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو، حکومتي مسوولانو او عامو خلکو په ګډون جوړه شوه. نښتر مشاعره د تېرو کلونو پرمهال مرکز ګردېز ښار کې جوړېده چې سږکال د اریوب‌ځاځیو د نښترو سيوري لاندې جوړه شوه. ځينو شاعرانو د نښتر ونې په ستاينه کې ځانګړي ليکل شوي شعرونه هم ولوستل.

د پکتیا اريوب‌ځاځي کې د کتابونو او هنري تابلوګانو ۷ ورځنی نندارتون جوړ شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي چې د پکتيا د اريوب‌ځاځي ولسوالي د سپينې شګې تفريحي سيمه کې د کتابونو او هنري تابلو ګانو نندارتون جوړ شوی چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

دغه نندارتون «پنج‌شنبه، غبرګولي ۳۱مه» جوړ شوی چې تر راتلونکې اوو ورځو به دوام ولري.

هلمند کې د «بي‌بي جانې تاریخي کلا» د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ ده

هلمند کې د بي‌بي تاریخي کلا چې د دغه ولایت سوېل خانشین ولسوالي کې موقعیت لري، د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ ده.

تاریخ‌پوهان وايي، دغه کلا شاوخوا ۱۰۰۰کاله تاریخ لري چې د حکومتونو د نه‌پاملرنې له امله اوس د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ ده. د سیمي اوسېدونکي وايي، که حکومت دغه کلا ته پاملرنه ونه‌کړي، په یومخیز ډول به له‌منځه لاړه شي.

غزه کې د اسراییلو بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي

د اسراییلي ځواکونو له‌خوا پر غزې تړانګې د تازه بریدونو له کبله دغه ښار کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.

د الجزیرې خبرې شبکې نن شنبه، جون ۲۲مه غزه کې د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې د بریدونو له امله الاحلي عرب روغتون ۳۰ جسدونه وروړل شوې دي.

پاکستان کې چاودنه؛ پنځه سرتیري وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د کُرمې په صده سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله پنځه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ جمعه، جون ۲۱مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له چاودنې وروسته سیمه کې پراخ عملیات پیل شوې دي. دغه سرتیري په یاده سیمه کې د وسله‌والو د له‌منځه وړو په موخه پر عملیاتو بوخت و.