هند کې د شراب څښلو له امله ۳۶کسان مړه شوي

د هند په ټامېل‌ناډو ایالت کې چارواکي وايي چې دغه ایالت کې ۳۶کسان د شرابو څښلو له امله مړه شوي او شاوخوا ۶۰ نور روغتون ته وړل شوې دي.

رویټرز خبري اژانس نن پنج‌شنبه، جون ۲۰مه راپور ورکړی چې دغه کسان تېره ورځ د ټامېل‌ناډو مرکز چینای څخه ۲۵۰کیلومټره لرې په کلاکوریچي ولسوالي کې د شرابو له څښلو وروسته د معدې درد، کانګو او اسهالاتو سره مخ شوي وو.

پاکستان کې د کمپیوټر بټرۍ چاودنې دوه کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي

د پاکستان په پنجاب کې پولیس وايي چې په فیصل‌اباد ښار کې د کمپیوټر بټرۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د ژغورونکې ډلې له قوله ویلي چې د بټرۍ چاودېدو وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې چې پرمهال یې د یادې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوې دي.

 پاکستان کې د خپل‌منځي شخړو له امله اته کسان وژل شوي

د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پولیس وايي چې د یاد ایالت اړوند سیمو کې د خپل‌منځي شخړو له امله اته کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه کې چې د یاد ایالت په مردان سیمه کې رامنځته شوې، یوه کس خپل پلار او دوه ورونه په ډزو وژلي او مور یې ټپي کړې ده.

د لومړۍ بریا هڅه؛ هند او افغانستان نن نړیوال جام کې لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو «۱ ګروپ» کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، جون ۲۰مه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې پیل شي. له دغه ګروپ څخه په شویو دوو سیالیو کې سوېلي‌افریقا، امریکا او انګلستان بیا وېسټ‌انډیز ته ماتې ورکړې.

کاناډا سپاه پاسداران د دغه هېواد د ترهګرو ډلو نوملړ کې شامل کړ

کاناډا د ایران سپاه پاسداران انقلابي ګارډ (IRGC) د  دغه هېواد د ترهګرۍ تور لېسټ کې شامل کړه او له خپلو وګړو یې غوښتنه وکړه چې ایران ته له تلو ډډه وکړي.

د کاناډا حکومت چهارشنبه، جون ۲۰مه دا اعلان وکړ او وې ویل چې دا ګام به د ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

له جرمني څخه یو افغان په ۷ ورځو کې په موټرسایکل افغانستان ته راغلی

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د محمدمنصور څاروان په نوم یوه افغان له جرمني څخه افغانستان ته په موټرسایکل راغلی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، محمدمنصور څاروان له اته کاله ځنډ وروسته له جرمني څخه افغانستان ته په موټرسایکل راغلی دی.