امریکا کې د زده‌کوونکو له‌خوا د موبایل پر کارونې بندیز لګول کېږي

د امریکا په لاس‌انجلس کې د ښوونې او روزنې بورډ د ښوونځیو زده‌کوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز لګولی دی.

دغه بورډ ویلي چې ځیرک موبایلونونه د زده‌کوونکو روغتیا ته زیان رسوي او د زده‌کړو د یادولو ځواک یې کمزوری کوي.

نن د نړیوال جام د اتو غوره پړاو لوبې پیلېږي

د شل اووره سیالیو نړیوال جام له ګروپ پړاو سیالیو وروسته نن چهارشنبه، جون ۱۹مه د دغه جام د اتو غوره لوبډلو پړاو پیلېږي.

د یاد جام د اتو غوره پړاو چې په لومړي او دویم ګروپونو وېشل شوي له دویم ګروپ څخه به امریکا نن د سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.

اېن‌وېډیا د نړۍ تر ټولو ارزښت‌لرونکی شرکت وپېژندل شو

اېن‌وېډیا چې د ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت کوي، د نړۍ په کچه تر ټولو ارزښت‌لرونکی شرکت پېژندل شوی دی.

یاد شرکت اپل او مایکروسافټ په څېر د نړۍ ستر شرکتونه شاته پرېښودل او د ټکنالوژۍ برخه کې د خپلو نوښتونو له امله د نړۍ غوره شرکت نومول شوی دی.

هند کې د ګرمۍ له امله پنځه کسان مړه شوي

د هندۍ رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پلازمېنه نوې‌ډیلي کې د ګرمۍ له امله پنځه کسان مړه شوې دي.

د ټایمز‌اف‌انډیا ورځپاڼې نن چهارشنبې، جون ۱۹مه راپور ورکړی چې پلازمېنه نوې‌ډیلي کې د تودوخې سختې څپې په دې اوونۍ کې لږترلږه پنځه کسان مړه کړي دي.

شمالي‌کوریا ته د پوتین سفر؛ کېم‌جونګ اون: اوکراین کې د روسیې جګړې ملاتړ کوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په رسمي بلنه پیونګ‌یانګ ته رسېدلی.

پوتین په ۲۴ کلونو کې دغه هېواد ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې پر ورځ له غرمې مخکې دغه ښار ته ورسېد. د شمالي‌کوریا مشر پوتین سره د خبرو پرمهال
اوکراین کې د روسیې د جګړې لپاره د “بشپړ ملاتړ او پیوستون” ژمنه وکړه.