هبت‌الله اخوندزاده خلکو ته: خپلو خویندو او میندو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړئ

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده نن (د غبرګولي ۲۸مه، د دوشنبې ورځ) د دغه ولایت په عیدګاه جومات کې د اختر لمانځه د امامت تر څنګ، خلکو ته وینا کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د خپلې وینا پر مهال د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ، له خلکو غوښتي چې خپلو خویندو او میندو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړي.

علي باقري: افغانان له سیمې دباندې بهرنيو لوبغاړیو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، افغانان د خپل هېواد په اړه د پرېکړې اصلي سرپرستان دي او له سیمې دباندې بهرنیو لوبغاړیو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.