د سرپرست حکومت پلاوی د دوحې غونډه کې ګډون کوي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د یکشنبې ورځ رسنیو ته ویلي چې د سرپرست حکومت یو پلاوی به د دوحې په راتلونکې جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د نوموړي په وینا، یاده غونډه د ا.ا په ګټه ده او پلاوی یې تیار دی چې په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

د کرزي اختریز پیغام؛ ا.ا دې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې ټولو افغانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې او له ا.ا څخه یې غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.
کرزي د نجونو او هلکانو زده‌کړې د هېواد د پرمختګ، هوساینې او خپلواکۍ لپاره لازمې بللي او دا یې له نړۍ سره د سیالۍ یوازینۍ لاره بللې ده.

د غزې په سوېل کې اته اسراییلي ځواکونه وژل شوي

د اسراییلو پوځ ویلي چې اته سرتېري یې پرون د غزې په سوېل کې وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاد سرتېري د انجینرۍ ډلې غړي وو چې په د رفح ښار د لوېدیځ اړوند په تل‌السلطان سیمه کې یې پر زرهي موټر شوې چاودنه کې وژل شوي دي.

محمدحسن اخوند خلکو ته: د اسلامي نظام غوڅ ملاتړ وکړئ

د ا.ا رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام غوڅ ملاتړ وکړي.
نوموړي په خپل اختریز پیغام کې چې د ارګ پر اېکس خپور شوی، ویلي چې د خلکو همکاري او ملاتړ د نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي.