له ۳۰ ښځو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ۲۸ ویلي چې په لوی اختر کې قرباني نه کوي

اختر، هغه مناسبت دی چې ښځې ورته ډېرې هوسېږي او په ډېرې مینې او علاقې ورته دومره تیاری نیسي چې سړی فکر کوي یوازې د دوی دی.
د قالینو ټک‌وهل او وړیو ټکول، د کور پاکول او له اختر مخکې د اختریزو وسایلو پېرل هغه څه دي چې ښځې یې د هر اختر لپاره کوي.

شل اووره نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي

د امریکا او وېست‌انډیز په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو جام روانو لوبو کې نن شنبه، جون ۱۵مه انګلستان له نمیبیا سره او هند له کاناډا سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې د هند او کاناډا لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجېې پیل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام: یو پر څلورمه برخه افغانان د شپې پر لوږه ویده کېږي

«نه مې کلچې اخیستي او نه هم ممیز او نه مې هم ماشومانو ته جامې کړي، اوس دومره څه نه‌لرو چې خېټې مو پرې مړې کړو، نور څه خو پر ځای پرېږده.»

دا د کابل د اوسېدونکي شفیق غږ دی چې د ښار پر یوه سړک یې دېوال ته تکیه کړې او د کارموندلو په تمه ناست دی.

له پامه لوېدلې ولسوالي؛ د هلمند دېشو کې خلک د ژوند له اسانتیاوو بې‌برخې دي

د هلمند دېشو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخي او له پراخو ورځنیو ننګونو سره مخ دي.

د دې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندرا ته وايي، څه باندې پنځو لسیزو راهیسې دې ولسوالي ته پام نه‌دی شوی او په وینا یې، د زده‌کړو، روغتیايي او ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ يې، ټوله ولسوالي کې د کاروبار او د خلکو د اړتیاوو برابرولو لپاره یوازې شپږ هټۍ فعاله دي.

پکتيا کې د نهه ولايتونو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالي پای ته ورسېدې

د پکتيا د بدني روزنې او سپورټ رياست مسولان وايي، په احمدخېلو ولسوالي کې د نهه ولايتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د ولي‌ حسن‌خېل لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دې لوبو لومړي مقام ګټونکې لوبډله ته یو کرولا ډوله موټر ورکړل شوی دی.

ولادیمیر پوتین: که اوکراین څلور ولایتونه راکړي، جګړه به پای ته ورسوم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې دی به اوکراین کې روانه جګړه هلته پای ته ورسوي چې دغه هېواد روسیې ته څلور ولایتونه وکړي او له ناټو سازمان سره له یوځای کېدو لاس واخلي.

کی‌یف بیا د پوتین دغه غوښتنې د تسلیمېدو په مانا بللي او په سمدستي توګه یې رد کړې دي.