بادغیس کې ښځې: عامه پوهاوی نشته، د میاشتنۍ ناروغي پر مهال ستونزې تجربه کوو

حیض، یا د ښځو میاشتني ناروغي هره میاشت د ځوانو ښځو د رحم له منځنۍ برخې د وینو بهېدو ته ویل کېږي او دا ناروغي په افغانستان کې شرم ګڼل کېږي او په اړه یې خبرې هم «ننګ» یادېږي.
په بادغیس کې یوشمېر ښځو چې ډېری اوسېدونکي یې کلیوالي ژوند لري، سلام‌وطندار ته ویلي، د عامه پوهاوي نه لرلو له کبله د میاشتنۍ ناروغي پر مهال له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.

د ښارونو په پرتله د افغانستان په کلیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان نن په کابل کې د ماشومانو له کار سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځله.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې متخصص عبدالسمېع هاشمي په دې غونډه کې ویلي چې د ښارونو په پرتله د افغانستان په کلیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر دوه برابره لوړ شوی او ډېری دغه ماشومان هم د کرنې په برخه کې کار کوي.

د روان کاله له پیله ټرافیکي پېښو کې ۵۶۲کسان مړه او ۱۷۹۲ ټپیان شوي

د فاریاب مرکز میمنې ښار اوسېدونکی نثاراحمد سلام‌وطندار ته وايي چې تېره ورځ یې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د کورنۍ یوولس غړي مړه او څلور نور ټپیان شوې دي.

نثاراحمد وايي چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې پرمهال یې د کورنۍ غړي مړه او ټپیان شوې دي.

پکتيا کې په ۲۲۵ میلیونه افغانیو ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې

پکتيا کې د جاپان د خلکو په مالي مرسته او د ماشومانو لپاره ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا يونېسف په مشارکت روان ۱۴۰۳کال کې ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې. د پکتيا د والي مرستيال انعام‌الله صلاح‌الدين بيا يادو مراسمو کې وويل، د سرپرست حکومت ژمن دی چې د پوهنې برخې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

بنګله‌دېش نړیوال جام کې له نیدرلنډز سره سیالي کوي

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په ترڅ کې نن ماښام د یادو سیالیو له ډي ګروپ څخه د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډله له نیدرلنډز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۷ بجې پیل شي. بل‌‌خوا د نن ورځې په دویمه سیالي کې به انګلستان له عمان سره لوبه وکړي. دغه سیالي به له بي‌ ګروپ څخه ترسره شي.

د پکتیا اوسېدونکي: د «سپينې شګې» تفریحي پارک کې دې اسانتیاوې برابرې شي

د پکتیا یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د اريوب‌ځاځي ولسوالي د «سپينې شګې تفريحي» پارک کې سېلانیانو ته اسانتیاوې برابرې شي.

هرکال د بهرنیانو ترڅنګ زرګونه سيلانيان د هوا په ګرمېدو او د لوی اختر په رانږدې‌کېدو سره دې سیمې ته د خلکو ورتګ ډېر شوی دی.

کرنې وزارت: سږکال د غنمو حاصلاتو کې د ۱۳سلنې ډېروالي اټکل شوی

دغه وزارت نن پنج‌شنبه، غبرګولي ۲۴مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږکال به له کروندو څخه ۴.۹ میلیونه مټریک ټُنه حاصلات راټول شي چې د تېرکال په پرتله ۱۳سلنه ډېروالی ښيي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د تېرکال په پرتله هېواد کې پر شپږ سلنه ډېرې ځمکې غنم کرل شوې دي.

د شهزاده سرای به له راتلونکې شنبې د اتو ورځو لپاره تړلی وي

کابل کې د شهزاده سرای د پولي خدمتونو او د صرافانو ټولنې مسوولان وايي چې د لوی اختر په مناسب به سر له شنبې، د اتو ورځو لپاره «شهزاده سرای» تړلی وي.

د یادې ټولنې له‌خوا په خپور شوي یوه مکتوب کې له خلکو غوښتنه شوې چې په یادو ورځو کې دې شهزاده سرای ته له ورتګ ډډه وکړي.