هرات کې په ۱۵ میلیونه افغانیو زلزله‌ځپلیو ته ۳۰ کورونه جوړ شول

 هرات کې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په زنده‌جان ولسوالي کې زلزله‌ځپلیو ته د هستوګنې ۳۰ کورونه وسپارل شول.

دغه کورونه چین او ترکیه کې د مېشت افغانانو په مالي لګښت او د هرات د انار درې د اوسېدونکو د شورا په همکاري جوړ او سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه زلزله‌ځپلیو ته وسپارل شول.

پکتيا او خوست کې د ځنګل‌مېشتو سيمو ۱۷۶ کورنيو ته «لمریز نغري» ورکړل شول

پکتیا او خوست کې چارواکي وايي چې د یادو ولایتونو د ځنګ‌مېشتو سیمو پر ۱۷۶ کورنیو باندې «لمریز نغري» وېشل شوې دي.

د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې احمدابا ولسوالي کې د ځنګلونو پرې‌کولو مخنیوي په پار یې، د ځنګل‌دارۍ ټولنو باندې ۸۸  لمریز نغري وېشلې دي.

د پاکستان خزانې وزارت: تېرکال دغه هېواد کې ۱۰۰زره خره زېږېدلي

د پاکستان خزانې وزارت وايي چې دغه هېواد کې د ۲۰۲۳کال پرمهال ۱۰۰زره خره زېږېدلې دي.

د پاکستان «نیو» په نوم رسنۍ د راپور له مخې چې د جون پر ۱۱مه یې پر خپله وېب‌‌پاڼه خپور کړی، پاکستان کې په ټولییزه توګه د خرو شمېر ۵ میلیونه او ۹۰۰زره «۵۹ لکه» ته رسېږي.

پکتیا کې په ۱۳میلیونه افغانیو د اوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

د یاد ولایت د سينديزې فرعي حوزې رييس محمدکريم فاتح وويل په دې پروژو کې کانالونه، ګبين ديوالونه، د سربندونو ترميم او د سېلا اوبو ذخیره‌کولو دوه لويو حوضونو پاک‌کاري شامل دي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې موسسې «FAO» له‌خوا يې لګښت ورکول کېږي. د یادو رغنیزو پروژو چارې «سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه» پيل شوې دي.