عامې روغتیا وزارت: دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ ۳۸سلنه پېښې زیاتې شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال هېواد کې د کانګو ناروغۍ مثبتې پېښې ۳۸سلنه زیاتې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه سلام‌وطندار ته وویل چې تېرو پنځو میاشتو کې د کانګو ۲۰۳ پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

لوګر کې ټرافیکي پېښې؛ تېرکال ۵۰ کسان مړه او ۱۰۰ نور ټپیان شوي

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې د کابل-ګردېز پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوې دي. انس زیاته کړه، یادې ټرافیکي پېښې د کابل-لوګر او لوګر-ګردیز پر عمومي سړک کې د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

هلمند کي د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره د «دواپاشۍ» کمپاین پیل شوی

د هلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارمندانو له لوري په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کي د کانګو / ویني بهېدونکي تبې ناروغۍ مخنیوي لپاره «د دواپاشۍ» کمپاین پیل شوی دی.

غزني کې په ۱۹ میلیونه افغانیو دوه ښوونځي جوړېږي

غزني کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د غزني پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلام‌وطندار ته وايي چې دغه دوه ښوونځي د یاد ولایت د قره‌باغ ولسوالي په «برله» او «سپین کارېز» کلیو کې جوړېږي.

د اقتصادي کمېسیون غونډه؛ دولتي ادارې دې له اېل‌اي‌ډي څراغونو استفاده وکړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د «اقتصادي کمېسیون» غونډه کې دولتي ادارې مکلفې وګڼل شوې چې د برښنا سپما لپاره باید له دې وروسته د اوسنیو څراغونو پر ځای له «اېل‌اي‌ډي» څراغونو کار واخلي.

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې همداراز ویل شوي چې د یادې پرېکړې پر پلي‌کېدو سره به د کال میلیونونه افغانۍ سپما شي.