افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال مري

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او په‌کې لیکلي یې دي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې په کمېدو سره به یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم زیات شي.

توماس وېسټ له اوزبکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د بېلابېلو هېوادونو له یوشمېر چارواکو سره د افغانستان په اړه د خپلو کتنو په دوام، دا ځل د اوزبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشوف سره لیدلي دي.

غزني کې اهنګران: واردېدونکو وسایلو مو کاروبار په ټپه درولی

د غزني اوسېدونکی ۷۲کلن زلمی له شاوخوا ۶۰کلونو راهیسې دغه ولایت کې اهنګري کوي. نوموړي چې خپل شپږ لسیزې عمر دغه صنعت کې تېر کړی، اوس د خپل کاروبار له مخ پر ځوړ وضعیت څخه شکایت کوي. زلمی وايي چې هېواد دننه او بهر کې له پرمختللو تولیدي دستګاوو څخه کار اخیستو د اهنګرۍ صنعت د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ کړی دی.

پکتیا او پکتیکا کې د «کانګو» ناروغۍ مخنیوي لپاره د دواپاشۍ کمپاین پیل شوی

د پکتیا او پکتيکا ولايتونو محلي چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې یې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د دواپاشۍ کمپاین پیل کړی دی.

د پکتيا د کرنې رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې «یکشنبه، غبرګولي۲۰مه» يې دغه ولایت کې د څارویو د وينې بهوونکې يا کانګو ناروغۍ د مخنيوي کمپاين پيل کړی دی.