پاکستان او ایران په یوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال را اېستلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران په تېره یوه ورځ کې د هرات اسلام‌کلا له لارې ۱۷۷۳ افغانان په زوره هېواد ته را ګرځولي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان هم په تېره یوه ورځ کې ۳۲۴ افغانان د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته په زوره راګرځولي دي.

غزني کې د لاسي صنایع سوړ بازار؛ «ښځو ته دې ځانګړی بازار جوړ شي»

په غزني کې یوشمېر صنعت‌ګرې ښځې وایي، د تېرو دوو کلونو په پرتله یې د پلور کچه خورا راټیټه شوې ده. یوې صنعت‌ګرې ګل‌چمن رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو او صنعت‌ګرو عواید د پام وړ کم شوي دي. ګل‌چمن له ا.ا څخه غواړي چې په غزني کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي او د صنعت‌ګرو ښځو د کار ملاتړ وکړي.

د امو دریا د نفتي حوزې ۲۰زره ټُنه خام نفت پر یوه کورني شرکت وپلورل شول

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولانو نن یکشنبه، غبرګولي ۲۰مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال یوه کورني شرکت سره د امو دریا د نفتي حوزې اړوند د انګوت سیمې د ۲۰زره ټُنه خامو نفتو د پلور تړون لاسلیک کړ.
د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، دغه نفت د پروسس لپاره د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

نړیوال جام؛ پاکستان له خپل سیال هند سره لوبه کوي

د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام اې ګروپ کې د یوه بل پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، جون نهمه، ماښام ۷ بجې، د امریکا د نیویارک په ناساوو کانټي کرېکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

ټسلا به سږکال د «Model Y» موټرو نوی ماډل موټر بازار ته وړاندې نه‌کړي

د ټسلا موټر جوړولو نړیوال شرکت څښتن او د یاد شرکت اجراییوي رییس اېلن ماسک وايي چې سږکال به د «Model Y» موټرو نوی ماډل موټر بازار ته وړاندې نه‌کړي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سږکال د یادو موټرو د نوې بڼې جوړولو هوډ نه‌لري او بازار ته به وړاندې نه‌شي.

اسراییلو د څلور یرغمل شویو کسانو د خوشې‌کولو لپاره ۲۱۰ فلسطینیان وژلي

فلسطیني چارواکي وايي چې د غزې تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د څلور یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د عملیاتو پرمهال ۲۱۰ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

دغه څلور کسان د هغو یرغمل شویو له ډلې دي چې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې د برید پرمهال یرغمل نیول شوي وو.

د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي څخه ۱۵۰ زده‌کړیالان فارغ شول

د لغمان پوهنتون د بشري علومو له څلور پوهنځیو څخه فارغ شويو۱۵۰ زده‌کړیالانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه زده‌کړیالان له «پښتو ادبیات، ژورنالېزم، کتابدارۍ او معلوماتي ساینس او انګلیسي ادبیاتو» څخه فارغ شول. هغه له مسوولانو وغوښتل چې نویو فارغو شویو زده‌کړیالانو ته دې د دندو په پیدا کولو کې دوی ته لومړیتوب ورکړي.