د سلاموطندار د سروې پایلې؛ ۳۹.۱سلنه ځوانان وايي ژوند کې هدف نهلري
سلاموطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۳۰۵ نجونو او هلکانو د دوی په ژوند کې د هدف لرلو کچې ارزونې په موخه سروې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، ۶۰.۹سلنه ځوانان ژوند کې مشخص هدف لري او ۳۹.۱سلنه یې له هدف پرته ژوند کوي. ټولنپوهان د یوې ټولنې بنسټییز رکن ځوانان یادوي او وايي، د دوی فعالیتونه د یوې ټولنې وده کې اغېزمن رول لري.