عبدالمنان عمري په روسیه کې جوړې شوې اقتصادي غونډې ته وینا کوي

د ا.ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري هم ګډون کړی او هغه به بهرنیو پانګوالو ته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې د شته فرصتونو او د پانګونې را جلبولو په اړه وینا وکړي.

بلخ کې له بهر واردېدونکو اوسپنیزو توکو د «اهنګرۍ» صنعت سقوط سره مخ کړی

اهنګري یا «پښ‌ګري» د بلخ یو لرغونی صنعت دی چې په دې وروستیو کې یې بازار کمرنګه شوی دی. دغه ولایت کې یوشمېر اهنګران «پښ‌ګران» وايي، د سیمې له هېوادونو د اوسپنیزو وسایلو واردولو او د اوسپنې بیو لوړېدو له امله، دغه صنعت ته د خلکو پام کم شوی او مخ پر ځوړ روان دی.

هرات کې د تېر کال په پرتله د «رحم سرطان» ۳۰ سلنه زیات شوی

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان په دغه ولایت کې پر سرطان ناروغي د اخته کېدونکو مېرمنو د شمېر زیاتېدو سره هم‌مهاله وايي، سږ کال د «رحم سرطان» د تېر هغه په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې مسوول احمدفاروق صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې د «رحم سرطان» د پېژندنې برخه کې کمزورتیا د دې ناروغي د زیاتېدو لامل شوې ده.

هرات، ننګرهار، تخار او بدخشان کې سېلابونه؛ ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

په سېلاب‌ځپلیو ولایتونو کې یوشمېر ښځې وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د راغلیو سېلابونو له کبله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. دا ښځې وايي، د سېلابونو راتلل او د روغتیايي مرکزونو لرېوالی لامل شوی چې هېڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
په دغه راپور کې له اووه‌لسو ښځو سره چې پنځه یې په هرات، پنځه په تخار، څلور په بدخشان او درې هم په ننګرهار کې دي، مرکې شوې دي.

امریکا پر ټایوان اف-‌۱۶ جېټ الوتکې پلوري

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» د دفاعي امنیتي همکارۍ اژانس «DSCA» ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت پر ټایوان د  اف-۱۶ جېټ الوتکو پلور تایید کړی دی.

د دغه پلور ارزښت ۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې د یاد اژانس په وینا، سیمه کې د امنیت ټينګښت، سیاسي ثبات سربېره پوځي انډول او اقتصادي ودې لامل شي.

نړیوال جام کې نن سکاټلنډ له نمیبیا سره سیالي کوي

د وېسټ‌انډیز او امریکا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام ګروپ پړاو لوبو کې سکاټلنډ له نمیبیا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، جون شپږمه، د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې پیل شي.

هلمند کې په ۳میلیونه افغانیو د اوبو تصفیې ماشینونه او شبکې جوړې شوې

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سوېلي خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکې او د تصفیې «چاڼ» ماشینونه فعال شوې دي. د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته  وايي چې د یادو شبکو او تصفیې ماشینونو پر فعالېدو درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د هېواد ۱۶ولایتونو کې د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې نن پنج‌شنبه، غبرګولي ۱۶مه د دولسم ټولګي له فارغ شویو زده‌کوونکو څخه د روان ۱۴۰۳کال د کانکور ازموینې د اخیستلو بهیر پیل شو.

د ازموینو ملي ادارې نن پنج‌شنبه، غبرګولي ۱۷مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني هرات ته تللی او هلته یې په رسمي توګه د کانکور ازموینې بهیر پیل مراسمو کې ګډون کړی دی.