اقلیمي بدلون د افغانستان ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه وړي

د ا.ا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د جون ۵مه یا د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځله.
د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست حافظ عزیزالرحمان دوامداره وچکالي، د سېلابونو راوتل او د چاپېریال ککړتیا د اقلیمي بدلونونو مهم لاملونه بولي او وايي، د اقلیم په بدلون سره هېواد کې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي.

اماراتو ته د سراج‌الدین حقاني سفر؛ شنونکي: ګټور دی

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو له لوري د سفر له بندیز سره سره په خپل لومړني بهرني سفر کې متحده عربي اماراتو ته تللی دی. له نوموړي سره په دغه سفر کې د ا.ا د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د هغه ورور انس حقاني هم ملګرتیا کوي. د یاد سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو ښه‌والی بلل شوی دی.

بغلان کې وروستیو سېلابونو ګڼ‌شمېر لرغوني اثار او تاریخي سیمې ویجاړې کړي

بغلان د هېواد په شمال کې پروت هغه ولایت دی چې ګڼ‌شمېر تاریخي سیمې او لرغوني اثار لري. د دغه ولایت «کافرکلا» په څېر ځينې یاد لرغوني ځایونه ان ۲زره کاله لرغونتوب لري او د کوشانیانو او بودایانو له دورې څخه پاتې دي. دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو یوشمېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.

کندوز کې کروندګر: پر ځمکه نوبتي کرنه د حاصلاتو کچه لوړوي

پر کرنیزه ځمکه «نوبتي کرنه» د کښتونو بدلون هغه دوره ده چې له مخې یې، کرنیز محصولات ښه کېږي، د نباتي ناروغیو مخنیوی کوي، کرنیزه ځمکه غني کوي او د حاصلاتو د ښې ودې او زیاتوالي لامل کېږي.

نړۍ کې هم بڼوال له کیمیاوي سرې او درملو د کمې ګټې اخیستنې او کرنیزو محصولاتو زیاتیدو لپاره له دغه مېتود څخه کار اخلي.

د خوست کرنې رياست: سږکال د غنمو حاصلاتو کې د ۳۰سلنه ډېروالي اټکل شوی

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې، دغه ولایت کې د تېرکال «۱۴۰۲» په پرتله سږکال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا، روان کال د غنمو فصلونه د ږلۍ او نورو طبيعي افتونو څخه خوندي پاتې شوي چې ورسره یې حاصلات ښه دي.

د لوګر امنیه قومنداني: افغانستان انټرنېشنل ټلوېزیون سره همکاري‌کوونکي به مجازات شي

د لوګر امنیه قومنداني د دغه ولایت له ټولو خبریالانو، شنوونکو اوسېدونکو څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان انټرنېشنل راډيو-تلویزیون له لیدو او همکاري ډډه وکړي او سرغړوونکي به قانون ته وسپارل شي. انس همدارنګه زیاته کړه، که د لوګر خبریالان، شنونکي او عام خلک له افغانستان انټرنېشنل راډيو-تلویزیون سره هر ډول همکاري وکړه، مجازات به شي.