د پلازمېنې اوسېدونکي: د کابل سیند پاک‌والي ته دې پام وشي

د پلازمېنې کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره کابل سیند کې اوبه کمې شوي چې ورسره دغه سیند کې د خځلو «کثافاتو» بوی په تنګ کړي دي.

د دوی په وینا، د کابل سیند پر غاړه هستوګنیز کورونه او هټۍ‌‌وال دغه سیند ته خځلې او کثافات ورغورځوي چې د ګرمۍ له امله یې بوی، خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي.

شل اووره نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي

د وېست‌انډیز او امریکا په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو روان نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي چې انګلستان به سکاټلنډ او نیدرلنډز به له نیپال سره سیالي وکړي.

د انګلستان او سکاټلنډ سیالي به نن سه‌شنبه، جون څلورمه، د افغانستان پر وخت د شپې اووه بجې پیل شي.

د کار وزارت: دامهال روزنتونونو کې ۱۰زره بې‌سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د دغه وزارت اړوند روزنتونونو کې شاوخوا ۱۰زره بې‌سرپرسته او يتيم ماشومان ساتل کېږي او تر روزنې لاندې دي. هغه زیاته کړه، هېواد کې د جګړو له امله ډېری ماشومان بې‌سرپرسته او يتيم شوي چې په وینا یې، د روزنې لپاره يې حکومت ولايتونو کې روزنتونونه جوړ کړي او ماشومان تر روزنې لاندې دي.

افغانستان نړیوال جام په بریا پیل کړ

د وېسټ‌ انډیز او امریکا په کوربه‌‌توب د روان ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام له سي ګروپ څخه نن افغانستان د یوګاندا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه چې دې لوبډلې ته یې په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.

دغه سیالي نن سه‌شنبه، جون څلورمه، د افغانستان پر ۵ بجې پیل شوه چې په‌کې افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۳ منډې جوړې کړې.