سېلاب‌ځپلې کورنۍ: شپه او ورځ له سرپناه پرته په لوږه تېروو

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ، وايي چې شپه او ورځ له سرپناه پرته په لوږه تېروي.

د نږدې تېرې یوې میاشتې پرمهال د هېواد په شمال، شمال‌ختیځ او لوېدیځ ولایتونو کې پراخ سېلابونه راووتل چې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د غم پر ټغر کېښنولې.

ترکیه کې زرګونه کسانو د سپیو له‌منځه وړو طرحې پر ضد لاریون وکړ

د ترکیې په اسټانبول کې زرګونو کسانو د دغه هېواد د حکومت له هغې طرحې سره مخالفت څرګند کړ چې له مخې یې، سپیان له‌منځه وړي.

دغه کسان یکشنبه، جون دویمه، د اسټانبول یني کاپي میدان کې راټول شوي وو او د کوڅه ډبو سپیو د له‌منځه وړو پر وړاندې یې مخالفت څرګند کړ.

افغانستان سبا نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام، ګروپ پړاو لوبو کې خپله لومړۍ سیالي، سبا سه‌شنبه، جون څلورمه د یوګاندا پر وړاندې کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا سهار ۵:۰۰ بجې د ګیانا په «پروفېډنس کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي. دغه لوبغالی د ګیانا کرېکټ ملي لوبغالي باندې هم مشهور دی. افغانستان په دغه لیګ لوبو کې پنځه لوبې وکړې چې څلور یې وګټلې او یوازینۍ لوبه یې یوګاندا ته وبایلله.

پروان کې بزګران: د افتونو مخنیوي لپاره دې درمل او پوهاوي راکړل شي

هغه محصولات چې بزګران یې له خپلو ځمکو راټولوي، له دغو مضرو حشراتو پاتې شوني بلل کېږي. د یادې برخې یو‌شمېر پوهان وايي، زیان‌‌رسوونکي حشرات تر ټولو ډېر زیان، کرنیزو فصلونو ته اړوي چې ورسره یې کیفیت هم راټیټېږي. خو  ځینې داسې حشرات هم شته چې نه‌یوازې زیان نه‌‌رسوي، فصلونو، باغونو او بوټو ته ګټه لري.

شل اووره نړیوال جام؛ نمیبیا سوپر اوور کې له عمان سیالي وګټله

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن دوشنبه، جون درېیمه له بي ډلې د نمیبیا او عمان ترمنځ په زړه پورې لوبه وشوه.

په دغه لوبه کې چې د بارباډوس د برېج‌ټاون په کینسېنګ‌ټون اووال کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شوه، عمان لوبډلې له ټاکل شویو ۲۰ اورونو د ۱۹.۴ اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۰۹ منډې جوړې.