سېلابونو یوازې په اپرېل کې ۱۰ زره هېکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلابونو یې زرګونه هېکټاره ځمکه ویجاړه او د دوی له ښې یې اېستلې ده. د غور د مرکز فېروزکوه ښار د مدرسې اوسېدونکی فضل‌الحق زماني وايي، وروستیو سېلابونو یې کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

فاریاب کې صنعت‌کاره ښځې: انلاین پلور مو کاروبار ته وده ورکړې

فاریاب کې یوشمېر صنعت‌کاره ښځو د خپلې سوداګرۍ د ودې او ښه عاید ترلاسه کولو په موخه، د توکو انلاین پلور ته مخه کړې.

دوی وايي، له انلاین پلور وروسته یې د لاسي صنایعو د پلور کچه لوړه شوې. مونسه قاري‌زاده چې ۴۵ نجونو ته یې د خیاطۍ زده‌کړه ورکړې، سلام‌وطندار ته وویل، د انلاین پلور له لارې هغه او نجونې ښه عاید ترلاسه کوي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د ټکنالوژۍ استفادې د ګډ ژوند ښه‌والي کې مرسته کړې

د یادو ۶۶ نارینه او ښځینه‌وو له ډلې یې ۵۵کسانو ویلي، ټکنالوژۍ څخه استفادې یې د ژوند کیفیت ښه کړی. دغه ۵۵کسان چې ۳۱ښځې او ۲۴نارینه دي، وايي، له ټکنالوژۍ استفاده یې، د ګډ ژوند پر اړخونو مثبت اغېز کړی. سلام‌وطندار له ۶۶ ښځو او نارینه‌وو سره مرکې کړي چې موندل شوې، د ډېرو ګډ ژوند له ټکنالوژۍ څخه د استفادې له امله ښه شوی.

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۲۰کسان مړه او پنځه ژغورل شوي

د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د دغه ولایت مومند درې ولسوالي کې سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوې دي.

ولایت مقام همداراز لیکلي، پېښه نن شنبه، غبرګولې دولسمه سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په سيند کې د يوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدو له امله رامنځته شوې.

د نایجریا پوځ: بېلتون غوښتونکو په سوېل‌ختیځ کې ۱۱ کسان وژلي

د نایجریا پوځ وايي چې د دغه هېواد په سوېل‌ختیځ ابیا ایالت کې د بېلتون غوښتونکو له‌خوا د برید پرمهال د پنځو سرتېرو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جنرال اډوارډ ویلي چې برید پنج‌شنبه، مې ۳۱مه د IPOB په نوم د ناقانونه بېلتون غوښتونکې ډلې د وسله‌والو له‌خوا پر یوه چک‌پواینډ شوی دی.

ریال ماډرېډ او بُروسیا ډورټمُنډ نن د اروپا اتلانو لیګ پای‌لوبه کوي

ټاکل شوې چې نن د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پای‌لوبه د اسپانیا ریال ماډرېډ او د جرمني د برُوسیا ډورټمُنډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه سیالي به نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د انګلستان د لندن په وېمبلي لوبغالي کې ترسره شي.