هند کې د ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوي

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ختیځ «بېهار او اوډېشا» ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوې دي.

رویټرز خبري اژانس نن جمعه، مې۳۱مه راپور ورکړی چې د ګرمۍ دغه څپه د شنبې تر ورځې روانه وي.

د ترکیې ولسمشر: ملګري ملتونه د یوه «مړ سازمان» په څېر دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د ملګروملتونو سازمان په غزه کې د اسراییلو ځواکونو روانو بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلی او یاد سازمان یې د یوه «مړي» په توګه یاد کړ.

نوموړي دغه څرګندونې روانه اوونۍ د ترکیې پارلمان کې خپل ګوند ته د وینا پرمهال کړې دي.

یمن کې د امریکا او بریټانیا بریدونه؛ حوثیان: ۱۴کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي

یمن کې د حوثي غورځنګ تلویزیوني‌ شبکې اعلان کړی چې پر دغه هېواد د امریکا او بریتانیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان دي.

د یادې ټلوېزیوني شبکې د اعلان له مخې، دغه بریدونه بېګاه شپه «غبرګولي لسمه» شوې دي. د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني «سېنټکام» بیا دغه عملیات د حوثیانو له‌خوا پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو لپاره ځواب بللی دی.‌

پر رفح ښار کې د اسراییلي ځواکونو د برید له امله ۱۲ملکیان وژل شوي

د غزې په سوېلي ښار رفح کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي او د غزې د ساحلي سیمو په نورو سیمو کې هم جګړه روانه ده.

اسراییلو یوه ورځ وروسته له هغې په رفح باندې خپل برید ته زور ورکړ چې د دوی ځواکونو د غزې تړانګې او مصر ترمنځ د نږدې پولې په اوږدو کې د «بفر زون کنټرول» ترلاسه کړ.